ads

پکتیا کې د تذکرو اخیستو په هدف ګرځنده ټيمونه فعال شوي

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي، مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي په دې ولایت کې د ډېری ښځو او نارینه وو د تذکرو نه شتون، یوازې د نوم لیکنې په مرکز کې رایه اچونه او د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالى هغه علتونه بولي، چې پر اساس به یې ممکن په راتلونکو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاكنو كې د خلکو ګډون کمرنګه شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 وری 1397

د ولایتي شورا غړی حفیظ الله مبارز وایي، په دغه ولایت کې ډېری ښځینه او نارینه اوسېدونکي د تابعيت تذکرې نه لري.
نوموړی زياتوي، مدني ټولنې، د ولایتي شورا غړي او دیني عالمان دې د عامه پوهاوي کچې په لوړولو کې برخه واخلي.
د پکتیا یو شمېر مدني فعالان بيا د عامه پوهاوي کچې کموالى او یوازې د نوم لیکنې په مرکز کې رایه اچونه هغه علتونه بولي، چې له مخې به يې په راتلونکو ټاکنو د خلکو ګډون کمرنګه وي.
د پکتیا د نفوسو د احوالو د ثبت مدیر سیدا جان بسمل له کلید سره د خبرو په مهال وویل، په راتلونکو ټاكنو كې د خلکو د پراخ ګډون لپاره یې ګرځنده ټیمونه فعال کړي او کار یې پیل کړی دی.
نوموړی وایي، ګرځنده ټیمونه یې په مرکز او ولسوالیو کې فعال کړي دي.
په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو ویلي، په ټاکنو کې یې د ګډون او نوم لیکنې په هدف په مرکز ګردېز او څېرمه سیمو کې ۲۲ د نوم لیکنې مرکزونه پرانيستلي او ۲۸ ورځې به دوام وکړي او امنیتي ادارو یې د امنیت د ټینګښت ټتر وهلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA