ads

ننګرهار کې د يو قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان ووژل شول

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي سيمه كې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات ترسره کړي، چې په پايله كې يې د قوماندان عبدالله مشهور په مظلوميار په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 وری 1397
ننګرهار کې د يو قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان ووژل شول

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي سيمه كې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات ترسره کړي، چې په پايله كې يې د قوماندان عبدالله مشهور په مظلوميار په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، په ترسره شوو عملياتو کې د طالبانو زياته اندازه مهمات، چاودېدونکي توکي او درې موټر سايکلونه هم له منځه وړل شوي او دغه راز يو شمېر وسلې يې امنيتي مسوولينو ترلاسه كړې دي.
خوږياڼي زياته کړه، په ياده سيمه کې د عملياتو په مهال د ملي امنيت ځواکونو شپږ شکمن کسان هم نيولي، چې تر پوښتنو لاندې دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA