ads

له هر حاجي د سوري زړه لرونكو ماشومانو د درملنې لپاره زر افغانۍ اخيستل كېږي

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېره ورځ د كابينې جوړې شوې غونډې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره له هر حاجي څخه د زر افغانيو اخيستلو طرحه تاييد كړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 وری 1397
له هر حاجي د سوري زړه لرونكو ماشومانو د درملنې لپاره زر افغانۍ اخيستل كېږي

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېره ورځ د كابينې جوړې شوې غونډې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره له هر حاجي څخه د زر افغانيو اخيستلو طرحه تاييد كړه.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، د افغاني سرې مياشتې ټولنې سکرتر جنرالې نيلاب مبارز د ۱۳۹۶يم لمريز کال له بابته د هېواد حاجيانو څخه د راټولو شوو مرستو د لګښت راپور او په ۱۳۹۷يم کال کې له هر حاجي څخه د سوري زړه لرونکو ماشومانو د درملنې په هدف د زر افغانيو د راټولولو غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه.
کابينې د يادې ټولنې د راپور د تاييد ترڅنګ د حج او اوقافو وزارت موظف کړ، چې د بيت الله شريف له هر افغان زيارت کوونکي څخه زر افغانۍ د مرستې په توګه په ۱۳۹۷یم کال کې راټولې او د افغاني سرې مياشتې ټولنې حساب ته انتقال کړي.
همدارنګه يې د بهرنيو چارو وزارت موظف کړ، چې د دې ټولنې په همکارۍ له چين سره په افغانستان کې د سوري زړه لرونکو ناروغانو د درملنې او په همدې هدف د افغاني سرې مياشتې ټولنې روغتون د تجهيز لپاره له سعودي عربستان سره د دغه هېواد د مرستو تفاهم وکړي.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې له ۱۳۸۸يم کال را په دې خوا د سوري زړه په ناروغۍ د اخته شاوخوا اووه زره ماشومانو درملنه كړې او شاوخوا شپږ زره نور د درملنې په تمه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA