ads

د راى ورکوونکو د نوم ليکنې بهير وارزول شو

د و لسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونكو ټاكنو كې د ګډون په هدف د راى ورکوونکو د نوم ليکنې بهير د څرنګوالي په اړه د بحث غونډه د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ نن په ارګ كې جوړه شوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 وری 1397
د راى ورکوونکو د نوم ليکنې بهير وارزول شو

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونكو ټاكنو كې د ګډون په هدف د راى ورکوونکو د نوم ليکنې بهير د څرنګوالي په اړه د بحث غونډه د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ نن په ارګ كې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د ټاكنو خپلواك كمېسون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد د غونډې ګډونوالو ته د راى ورکوونکو د نوم ليکنې بهير د پرمختګونو او د راى ورکولو مرکزونو د ننګونو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
غونډې له هراړخيزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه، چې پر حکومت سربېره د ټاکنو خپلواک کمېسيون، ديني عالمان، مدني ټولنه او د ښځو شبکې دې په همغږۍ د ولايتونو او ولسواليو مرکزونو په کچه د راى ورکوونکو د نوم ليکنې بهير د چټکتيا په خاطر د خلکو پوهاوى زيات کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پنځه ورځې وړاندې په ټول هېواد کې د راى ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه پيل شوه.
ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان لمريز کال د تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA