ads

خوست كې فرهنګي اونۍ پيل شوه

په خوست کې فرهنګي اونۍ هلته د ناوړه دودونو د له منځه وړلو په سيمینار پیل شوه.
د اطلاتو او فرهنګ د سرپرست وزیر محمد رسول باوري په مشرۍ له کابله تللى پلاوى وايي، خوست یې د ناوړه رواجونو د له منځه وړلو سيمینار لپاره ځکه خوښ کړی، چې په دې ولایت کې له وړاندې بد رواجونه په ورکېدو دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 وری 1397
خوست كې فرهنګي اونۍ پيل شوه

په خوست کې فرهنګي اونۍ هلته د ناوړه دودونو د له منځه وړلو په سيمینار پیل شوه.
د اطلاتو او فرهنګ د سرپرست وزیر محمد رسول باوري په مشرۍ له کابله تللى پلاوى وايي، خوست یې د ناوړه رواجونو د له منځه وړلو سيمینار لپاره ځکه خوښ کړی، چې په دې ولایت کې له وړاندې بد رواجونه په ورکېدو دي.
ځایي فرهنګيان هم هلته د زړه خوړونکو رواجونو د را ټیټیدو وایي.
د عبدالکریم پتنګ په خبره، خوستوالو مخکې له مخکې د شته بد فرهنګ په وړاندې عامه پوهاوی کړی دى.
پتنګ د دې ناخوالو علت ناپوهي بولي.
که څه هم خوست کې د ناوړه دودونو د ورکېدو خبرې کېږي، خو ځینو برخو كې نن هم تر سترګو کېږي.
نوراجان بهیر د نجونو په ژوند کې ځینې مثبت تغیرات ښه بولي او د دې سیمې د خلکو په غمونو او ښادیو کې هم له ځینو ښو بدلونونو غږېږي.
د ولسي جرګې غړې ساهره شریف، چې اوس اوس د ملا ماتوونکو رواجونو په اړه د فرانسې له سيمیناره را ګرځېدلې وایي، پخواني بدرنګ رواجونه مخ په ختمېدو دي او زیاتوي، چې د زده کړو ترلاسه کولو سره دغه پدیدې بېخي ورکېدی شي.
مسوولین وایي، د اطلاتو او فرهنګ وزارت په خوست، ننګرهار، پروان، دایکندي او غزني ولايتونو كې همدا ډول علمي او څېړنیز سيمینارونه لري.
د معلوماتو له مخې، د اونۍ جریان کې به چنار کلنۍ مشاعره، د لاسي صنایعو، هنر او کتابونو نندارتونونه جوړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA