ads

قوقندي: افغان سوداګرو ته د ستونزو جوړولو ډېر تاوان پاكستان كوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او پاكستان ترمنځ سوداګري د تېرو کلونو په پرتله نيمايي كمه شوې ده.
دا وزارت زياتوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه يو نيم ميليارد ډالرو ته راټيټه شوې، چې ۶۰۰ ميليونه يې صادرات او ۹۰۰ ميليون ډالره يې واردات دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 وری 1397

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وياند مسافر قوقندي په وينا، افغانستان اوس له ۱۶۳ هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې لري او که پاکستان افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي، نو ډېر تاوان به پخپله وګالي.
قوقندي وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ ښې اړيکې غواړي او په نږدې راتلونکې کې به د كابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګريزو ستونزو د حل په هدف يوه غونډه جوړه شي.
نوموړى دا خبرې داسې مهال كوي، چې د سوداګرۍ او صنايعو خونې په خبره، پاکستان له تېرو پنځو مياشتو راهيسې له افغان سوداګرو د مېوو او سبزيجاتو د روغتيايي سند د غوښتنې په پلمه دغه هېواد ته د افغان صادراتو مخه نيولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA