ads

د چين جمهور رئيس په نږدې راتلونكې كې شمالي كوريا ته ځي

ټاکل شوې د چين جمهور رئيس شي جين پينګ په نږدې راتلونكې كې شمالي کوريا ته لاړ شي.
دا به پيونګيانګ ته د نوموړي لومړى سفر وي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 وری 1397
د چين جمهور رئيس په نږدې راتلونكې كې شمالي كوريا ته ځي

ټاکل شوې د چين جمهور رئيس شي جين پينګ په نږدې راتلونكې كې شمالي کوريا ته لاړ شي.
دا به پيونګيانګ ته د نوموړي لومړى سفر وي.
تراوسه نه دي ويل شوي، چې جمهور رئيس شي به د شمالي كوريا له مشر كيم جونګ اون سره پر كومو موضوعاتو خبرې وكړي، خو اون د تېرې مارچ مياشتې په وروستيو کې د چين له جمهور رئيس سره د ليدنې په مهال ژمنه کړې وه، چې هېواد به يې د اټومي وسلو جوړولو ته د پاى ټکى كېږدي.
د چين حكومت تر دا مهاله پيونګيانګ ته د دغه هېواد د جمهور رئيس د سفر كره نېټه نه ده په ډاګه كړې، خو د راپورونو له مخې، ښايي دا سفر د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د شمالي كوريا د مشر كيم جونګ اون تر ليدنې وروسته، چې د مې مياشتې په وروستيو او يا د جون په لومړيو كې په پام كې ده، ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA