ads

د شمالي کوريا او سي آى اې مشرانو په پيونګيانګ کې سره ليدلي

امريکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د څارګرې ادارې سي آى اې مشر د شمالي کوريا له واکمن کيم جونګ اون سره د پټې ليدنې لپاره پيونګيانګ ته تللى و.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 وری 1397
د شمالي کوريا او سي آى اې مشرانو په پيونګيانګ کې سره ليدلي

امريکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د څارګرې ادارې سي آى اې مشر د شمالي کوريا له واکمن کيم جونګ اون سره د پټې ليدنې لپاره پيونګيانګ ته تللى و.
امريکايي چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او رويټرز خبري اژانس ته ويلي، مايک پمپيو د سپېڅلي اختر اونۍ رخصتيو کې يعنې د مارچ په ۳۱مه او د اپرېل په لومړۍ نېټه د شمالي کوريا پايتخت ته سفر وكړ.
د نوموړي د دې سفر هدف د امريکا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون ترمنځ خبرو ته شرايط برابرول ښودل شوي دي.
بل پلو ټرمپ وايي، د ده او اون د تاريخي ليدنې لپاره پنځه سيمې ارزول کېږي.
دى زياتوي، دا ليدنه به د راتلونكې جون مياشتې په لومړيو كې يا له هغې لږ مخكې وشي.
د امريكا جمهور رئيس تېره مياشت هغه مهال نړيواله ټولنه حيرانه کړه، چې د شمالي کوريا له مشر سره د نېغو خبرو لپاره يې د پيونګيانګ وړانديز ومانه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA