ads

جمهور رئيس غني د اوبو پر ګټور مديريت او عادلانه وېش ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د اوبو په وېش کې د اساسي اقداماتو او مديريت پر موجوديت ټينګار كوي او وايي، په دې برخه کې اړوندې ادارې لازمه همغږي نه لري او د همکارۍ او همغږۍ ډول بايد واضح وي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په ارګ كې د ده په مشرۍ د ځمکو او اوبو عالي شورا جوړې شوې غونډې ته وكړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 وری 1397

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترو ايي، په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د اقليم بدلون چوکاټ کنوانسيون ته د افغانستان پر دوهم راپور، د اوبو د سرچينو پر وضعيت، د هريرود وادي پراختيايي طرحې پر راپور او په سلما بند کې د اوبو لګولو پر سيسټم بحث وشو.
جمهور رئيس غني د هريرود د اوبو حوزې په ګډون د اوبو د حوزو پر ګټور مديريت ټينګار وکړ او ويې ويل، د هر ولايت په كچه دې د اوبو حوزې په معياري ډول مديريت او په عادلانه ډول ووېشل شي.
هغه زياته کړه، اړتيا ده د اوبو په قوانينو کې ځينې بدلونونه راشي او له اړوندو ادارو يې وغوښتل، چې په دې برخه کې د لازمو وړانديزونو ترڅنګ د قوانينو د مادو د تعديل لپاره بديلونه هم وړاندې کړي، چې په هغو کې پخوانى عرف او قوانين په پام کې نيول شوي وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA