اروزګان هغه ولايت دى، چې د جګړو له كبله په كې ګڼ شمېر کورنۍ بې سرپرسته شوي او ساتنه يې ماشومان کوي.
هلته سلګونه ماشومان د شاقه كارونو له كبله له زده كړې بې برخې پاتې دي.
دغه ماشومان وايي، که د کورنۍ سرپرستي يې له اوږو واوړي، دوی به د نورو ماشومانو په څېر زده كړې ته مخه کړي او ښوونځيو ته به لاړ شي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د ژوند ستونزې يې حل او د زده کړې زمينه ورته برابره کړي.
په ورته وخت كې د اروزګان د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رئيس فضل الرحيم حقبين وايي، هڅه كوي، چې پر شاقه كارونو د بوختو ماشومانو اړتياوې پوره او ورته د زده كړې زمينه برابره كړي.
د هغه په وينا، په اروزګان كې د جګړو له كبله زيات شمېر کورنۍ بې سرپرسته شوي او اړې دي، چې ماشومان يې سرپرستي پر غاړه ولري.
حقبين زياتوي، په راتلونکې کې د دغه ولايت له زده کړې پاتې ماشومان د زون کچه د ماشومانو روزنتون ته لېږي.
نه يوازې په اروزګان کې اقتصادي وضعيت ماشومان له زده کړې پاتې کړي، بلکې د دې ولايت په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې ګڼ شمېر داسې ښوونځي شته، چې يا خو غير فعال دي او يا په كې تدريس په سمه توګه زده کوونکو ته نه ورکول کېږي.