د غور امنيتي چارواكي وايي، نامعلومو وسله والو نن سهار په دې ولايت كې پر يو فلاينكوچ ډوله موټر بريد كړى، درې ملكي وګړي يې وژلي او دوه نور يې ټپيان كړي دي.
د غور د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال نظامي كليد ته وويل، دا پېښه د مركز فيروزكوه په بره خانه سيمه كې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته كړه، دغه هزاره وګړي له هراته غور ته پر لاره وو، چې له وسله وال بريد سره مخ شول.
ځينې سرچينې بيا په دې پېښه كې د وژل شوو ملكي وګړو شمېر شپږ يادوي.
د بريد مسووليت تراوسه چا نه دى منلى، خو تر دې وړاندې ډېرى داسې وژنې داعش ډلې كړې دې.