په ولسي جرګه کې د تخار د خلكو استازى قدرت الله ذکي له يوه وسله وال بريده روغ ووت.
د ده ورور او د تخار مرستيال والي محمد فريد ذکي وايي، پرون مازديګر شاوخوا څلور بجې د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په چهارشنبې تېپه سيمه کې وسله والو طالبانو د قدرت الله ذکي پر موټرونو بريد وكړ.
د هغه په خبره، په دغه بريد کې ذکي ته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې، خو موټر چلوونکى، سکرتر او يو ساتونکى يې ټپيان شوي دي.
په بغلان کې د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان سمونوال ذبيح الله غورځنګ هم دا پېښه تاييد کړه، خو ويې ويل، چې په نښته كې د قدرت الله ذکي دوه ساتونکي او يو طالب ټپيان شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا پر خپله ټوېټر پاڼه ليكلي، چې ملګرو يې په دې بريد کې د ذکي درې ساتونکي وژلي او خپله هغه سخت ټپي دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ