ads

د ملي يووالي حكومت د اوبو د کموالي او مالدارانو ستونزې حلوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني د امنيتي او دفاعي ارګانونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د ټولو قول اردوګانو لپاره دې د هېواد له مالدارانو څخه په مناسبه بيه د هغوى مالونه وپېري، ترڅو مالداران له مالي زيان سره مخ نه شي.
نوموړي تېر مازديګر په ارګ كې د هرات، بادغيس، جوزجان او فارياب ولايتونو له يو شمېر مشرانو، متنفذينو او د کوچيانو له استازو سره وكتل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 وری 1397

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، دغو كسانو په يادو ولايتونو کې د څارويو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بديلې لار لټولو، د خوراکي توکو د بېړني او عادلانه وېش، د اوبو د زېرمو لپاره د مناسبو ځايونو جوړولو، له غاصبينو د څړځايونو خوندي کولو، کوچيانو ته د څښاک د پاکو اوبو برابرولو او ځينو نورو برخو په اړه خپلې ستونزې او وړانديزونه له جمهور رئيس غني سره شريک کړل.
وروسته د هېواد جمهور رئيس وويل، د وچکالۍ ستونزې ته د رسېدو په خاطر يې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته لازمې لارښوونې کړې دي.
هغه زياته کړه، دى به په نږدې راتلونكې کې د ترکمنستان جمهور رئيس سره د مالدارۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په تړاو خبرې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA