ads

جنرال نيكولسن: د افغان سولې لپاره به پوځي او سياسي فشارونه ثابت وساتو

په افغانستان کې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن پرون د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانكزي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او په دغه هېواد كې د پنځو هېوادونو له سفيرانو سره يو ځاى کندهار ته سفر وكړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 وری 1397
جنرال نيكولسن: د افغان سولې لپاره به پوځي او سياسي فشارونه ثابت وساتو

په افغانستان کې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن پرون د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانكزي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او په دغه هېواد كې د پنځو هېوادونو له سفيرانو سره يو ځاى کندهار ته سفر وكړ.
جنرال نيكولسن د کندهار د ولايتي چارواکو يوې غونډې ته په وينا کې وويل، د افغان حکومت د سولې د وروستي دريځ ملاتړي دي او د سولې بهير سره د وسله والو د يو ځاى کېدو لپاره به د افغانستان په دننه کې پوځي او د دې هېواد پر ګاونډيو هېوادونو په خاصه توګه پر پاکستان خپل سياسي فشارونه ثابت وساتي.
هغه په راتلونکو ټاکنو کې له افغان حکومت سره د متحده ايالاتو د مرستې ډاډ هم ورکړ.
په غونډه کې د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانكزي او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک وويل، د سولې له پروسې سره د وسله والو د يو ځاى کېدو لپاره پر هغوى د افغان ځواکونو فشارونه ډېر شوي او دوى هڅه کوي په جنوبي سيمو کې هم د افغان امنيتي سرتېرو په خاص ډول د پوليسو اړتياوې پوره کړي، ترڅو وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
دوى همدارنګه په هېواد کې د امنيت راوستلو لپاره له بهرنيو هېوادونو څخه د افغان كډوالو بېرته راستنېدل مهم ياد كړل.
د کندهار ولايتي چارواکو وايي، دغه ولايت ته په افغانستان کې د بهرنيو ځواكونو د عمومي قوماندان، د ملي امنيت د عمومي رئيس، د کورنيو چارو د وزير او نورو ډيپلوماټانو د سفر هدف د امنيتي حالت جاج اخيستل و او دوى ورسره په بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې شريکې کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA