130
۲۸ وری ۱۳۹۷
لیکونکی: محمد شفیق هېوادپال

پاکستان كې روزل شوى يو طالب وسله وال ونيول شو

د ننګرهار ولايتي چارواكي د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې د مولوي خالص فاميليو سيمه کې د حبيب جان په نوم په پاکستان كې د روزل شوي وسله وال طالب د نيولو خبر وركوي، چې په ګڼو تخريبي کړنو کې يې لاس درلود.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو پر بنسټ، نوموړی د لوګر د ازرې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، خو دا مهال يې كورنۍ د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ژوند کوي.
حبيب جان وايي، د طالب قوماندان قاري داود تر مشرۍ لاندې يې پخوا په لوګر او اوس په ننګرهار کې فعاليت کاوه.
د هغه په وينا، وسلې او مهمات ورته پاکستان ورکول او د دې هېواد په خوښه او لارښوونه به يې تخريبي کړنې ترسره کولې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *