345
۲۸ وری ۱۳۹۷
لیکونکی: واحدالله جمعه زاده

غزني كې ۳۵ طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني په مقر ولسوالۍ كې د افغان ګډو ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواكي وايي، دا جګړه پرون ماسپښين شاوخوا درې بجې او ۳۰ دقيقې پيل شوه او پنځه ساعته يې دوام وكړ.
د دوى په وينا، د نښتې په مهال ۱۶ طالبان، يو ملي او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي، ۱۳ طالبان او درې پوليس ټپيان دي.
د غزني امنيه قوماندانۍ رسنيو ته ويلي، د مقر ولسوالۍ په نښته كې افغان ګډو ځواكونو د مخالفينو پنځه عرادې موټر سايکلونه، يو عراده موټر، يو ميل زيکويک، يو هاوان او يو شمېر مهمات او چاودېدونکي توكي ترلاسه كړي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *