148
۲۸ وری ۱۳۹۷
لیکونکی: فضل الله بهاند

جنوب ختيځ زون ته د طالبانو تر ټولو لويه اکمالاتي لار وتړل شوه

د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له وړمې ورځې راهيسې د افغان ګډو ځواکونو په پيل شوو عملياتو کې له کرمې اېجنسۍ څخه جنوب ختيځ زون ته د وسله والو طالبانو تر ټولو لويه اکمالاتي لار وتړل شوه.
د دغه ولايت والي شميم خان کټوازي د دوشنبې ورځې په ماسپښين په يادې ولسوالۍ كې له خبريالانو سره د خبرو په مهال وويل، د انځرکي کنډو سيمه، چې د طالبانو د اکمالاتو لويه لار وه، د عملياتو په نتيجه کې تړل شوې ده.
نوموړي زياته كړه، په عملياتو کې يې ټولې مهمې نقطې نيولي او ځواکونه يې ځاى پر ځاى کړاى شوي دي.
دى وايي: “د طالبانو د اکمالاتو يوازينۍ لار، چې خوست او پکتيا ته د ډيورنډ كرښې له هغې غاړې طالبان را اوښتل او زموږ ډېرى سيمې ترې ناامنه وې، هلته افغان ګډو ځواکونو عمليات وکړل، وسله والو کم مقاومت وکړ او افغان ځواکونه مخې ته لاړل ټولې مهمې نقطې د افغان ځواکونو په ولکه دي، موږ ته کوم تلفات نه دي اوښتي.”
د كټوازي په خبره، د انځركي کنډو د ساتنې لپاره به پر پاڅون کوونکو سربېره د سرحدي پوليسو کنډک هم ځاى پر ځاى شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *