ads

په ننګرهار کې لسګونه ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

په ننګرهار كې نن ۶۴ ميله درنې او سپکې وسلې د ډاياګ يا بې وسلې كولو پروګرام ته وسپارل شوې.

نویسنده: mayar
27 وری 1397
په ننګرهار کې لسګونه ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

په ننګرهار كې نن ۶۴ ميله درنې او سپکې وسلې د ډاياګ يا بې وسلې كولو پروګرام ته وسپارل شوې.

په دې ولايت كې د څلورمې پلې لېوا قوماندان محمد نسيم سنګين کليد ته وويل، دا وسلې د دغې لېوا سرتېرو په تېرو شپږو مياشتو کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د دولت له وسله والو مخالفينو سره د جګړې په مهال ترلاسه کړې دي.

د سنګين په خبره، هغه نقليه وسايط، چې د څلورمې پلې لېوا سرتېرو د دولت له وسله والو مخالفينو ترلاسه کړي، د هغو د تسليمۍ پروسه هم روانه ده او ژر به د ملي اردو د استخباراتو له لوري تسليم كړاى شي.

نوموړى زياتوي، تر دې وړاندې يې هم زيات شمېر درنې او سپکې وسلې د ډاياګ پروګرام ته سپارلې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA