د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ كې تېره شپه نامعلومو وسله والو د ډاګو د نجونو لېسې مدير وژلى دى.
د دې ولايت د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري له کليد سره په خبرو کې وويل، عبدالطيف له تېرو درېيو کلونو راهيسې د يادې لېسې د مديريت دنده پر غاړه لرله.
د هغه په وينا، د پېښې علت تراوسه معلوم نه دى، خو د پوهنې رياست له امنيتي مسوولينو غوښتنه کوي، چې عاملين يې ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د پېښې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه نامعلومو وسله والو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د لنډۍ ښوونځي اداري اسناد او لابراتوار خونه په بمونو الوځولې وه او عاملين يې تښتېدلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ