د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين خبردارى ورکړى، چې که امريکا او متحدين يې پر سوريې نور بريدونه وكړي، نو دا كار به په نړۍ کې گډوډي جوړه كړي.
د کريملين د خبرپاڼې له مخې، پوتين د ايران له جمهور رئيس حسن روحاني سره په ټيليفوني خبرو كې وويل، پر سوريې د امريکا او لوېديځو هېوادونو توغندويي بريدونو سره به د دې هېواد د اووه كلنې جگړې د سياسي حل کوښښونه له ناکامۍ سره مخ شي.
د روسيې جمهور رئيس خبردارى وركړى، كه دغه بريدونه، چې د ملگرو ملتونو د قوانينو ضد دي، دوام پيدا كړي، نو په ټوله نړۍ کې به گډوډي رامنځته شي.
د سوريې پر حکومت تور دى، چې په دوما کې يې زهرجن گاز کارولى، خو دې حكومت دا تور رد كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ