د هند د كركټ غوره ليګ سياليو په لړ كې نن كلكته نايټ رايډرز او ډيلي ډېرډېويلز لوبډلې د لوبې ډګر ته وځي.
دا ۲۰ اوريزه لوبه، چې په كلكته كې ترسره كېږي، د كابل په وخت به د ماښام په اوو بجو پيل شي.
پرون د دغه ليګ دوه سيالۍ ترسره شوې.
په لومړۍ كې راجستان رويالز، ممبيي انډينز ته او كينګز الېون پنجاب، چناى سوپر كينګز ته په څلورو منډو ماتې وركړه.
په وروستۍ لوبه كې افغان لوبغاړى مجيب ځدراڼ ښه وځلېده.
هغه په درېيو اورونو كې ۱۸ منډې وركړې او كومه وېكټه يې ترلاسه نه كړه.
يادو سياليو ته سږ کال څلور افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان، مجيب ځدراڼ او ظاهر خان اخيستل شوي وو، چې يوازې ظاهر خان په تمريني لوبو کې د ټپي کېدو له کبله بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ