ads

ترکي سوداګرو په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی وښود

د ترکيې د اقتصاد وزارت مرستيال فتح متين وايي، د دغه هېواد خصوصي سکټور چمتو دى، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نویسنده: mayar
27 وری 1397
ترکي سوداګرو په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی وښود

د ترکيې د اقتصاد وزارت مرستيال فتح متين وايي، د دغه هېواد خصوصي سکټور چمتو دى، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي، چې د ترکيې د خصوصي سکټور پانګه والو د پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړه.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د متين له قوله راغلي، دوى به د افغان دولت د کابينې له ځينو غړو او خصوصي سکټور سره ليدنې ولري، ترڅو په ګډه په افغانستان کې د پانګونې لپاره غوره لارې چارې ولټوي.

په دې کتنه کې د پانګونې پر فرصتونو او د ترکي شرکتونو پر پانګونې بحث وشو.

جمهور رئيس غني د لا زياتو اړيکو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ټينګار ترڅنګ وويل، ترکيه په دې برخه کې بريالۍ تجربې لري، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو په لا پراختيا کې مرسته کولاى شي.

هغه زياته كړه، افغان حكومت د موجوده پاليسيو پر بنسټ د پانګه والو د هڅولو په خاطر لازمې اسانتياوې لري او چمتو دى پانګه والو ته له اقتصادي زون څخه د استفادې زمينه برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA