د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د پاكستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي افغانستان ته د خپل وروستي سفر په مهال له افغان حكومته ځينې داسې نامعقولې غوښتنې درلودې، چې هغه د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه ده.
د ولسي جرګې غړي مخدوم ابدال الله محمدي نن د دې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، عباسي د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه كوي او په وينا يې، افغان حكومت بايد د پاكستان په خبرو نور ونه غولېږي.
خو د جمهور رئيس د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي بيا وايي، د ولسي جرګې غړي د پاكستان د لومړي وزير د سفر او له افغان چارواكو سره د هغه د خبرو په اړه كره معلومات نه لري.
دى د دغې جرګې له غړو غواړي، چې د خپلو معلوماتو له پوره كولو وروسته دې څرګندونې وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ