ads

افغان لوري پاکستان ته د پنځو وژل شوو ملېشه سرتېرو جسدونه او يو بندي سرتېری وسپارل

د خوست ولايت ځايي چارواکي وایي، چې نن غرمه مهال یې له پاکستان سره د تېرې ورځې په جګړه کې د پنځو پاکستاني ملېشه سرتېرو جسدونه او يو بندي ملېشه سرتېری د ځاځي میدان په صفري نقطه کې د پاکستان حکومت ته وسپارل.

نویسنده: mayar
27 وری 1397
افغان لوري پاکستان ته د پنځو وژل شوو ملېشه سرتېرو جسدونه او يو بندي سرتېری وسپارل
د پاکستان ملېشه سرتېری چې افغان ځواکونو نيولی

د خوست ولايت ځايي چارواکي وایي، چې نن غرمه مهال یې له پاکستان سره د تېرې ورځې په جګړه کې د پنځو پاکستاني ملېشه سرتېرو جسدونه او يو بندي ملېشه سرتېری د ځاځي میدان په صفري نقطه کې د پاکستان حکومت ته وسپارل.

د دغه ولايت والي حکم خان حبیبي وايي، د نړیوالو اصولو او انساني کرامت له مخې يې دغه جسدونه او يو ژوندی نیول شوی سرتېری پاکستاني لوري ته سپارلي دي.

پرون د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشه سرتېرو تر منځ د ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند سيمه کې څو ساعته جګړه ترسره شوه چې په پايله کې يې پنځه پاکستاني سرتېري، دوه افغان پوليس، دوه د خوست اوسېدونکي ووژل شول، يو پاکستاني ملېشه سرتېری ژوندی ونيول شو او د ځاځي ميدان ولسوالۍ يو شمېر ځايي اوسېدونکي ټپيان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA