ads

په ننګرهار کې د يوه ښوونځي اسناد او لابراتور په بمونو الوځول شوي

نامعلومو وسله‌والو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د لنډۍ په نوم د یو ښوونځي اداري اسناد او لابراتوار خونه په بمونو الوځولي دي.

نویسنده: mayar
26 وری 1397
په ننګرهار کې د يوه ښوونځي اسناد او لابراتور په بمونو الوځول شوي

نامعلومو وسله‌والو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د لنډۍ په نوم د یو ښوونځي اداري اسناد او لابراتوار خونه په بمونو الوځولي دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمداصف شنیواري کلید ته وویل، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې نامعلوم وسله‌وال د مومندرې ولسوالۍ د لنډۍ منځني ښوونځي ته چې د سیند ترڅنګ موقعیت لري ننوتي، لومړی یې د ښوونځي دوه ساتونکي تړلي او بیا  یې د اداري خونې اسناد لابراتوار خونې ته راټول کړي او وروسته یې لابراتوار خونه په بمونو الوځولې؛ چې په پایله کې د اداري خونې اسناد او لابراتوار کې شته لوازم په بشپړ ډول له منځه تللي.

د شینواري په وینا، ښوونځي کې د زده‌کړو بهیر نه دی درېدلی او زده‌کوونکي په کې د تېر په څېر خپلې زده‌کړې کوي.

دا په روان کال کې د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې درېیم ښوونځی دی چې د نامعلومو وسله‌والو له لوري په بمونو الوځول کېږي خو تر دې مهاله يې عاملين نه دي نيول شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA