کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئنامعلومو وسله والو په ننګرهار كې درې ملي پوليس وژلي دي.
د دې ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پېښه نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د سره رود ولسوالۍ اړوند ننګرهار پوهنتون ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه، چې پوليسو غوښتل د ماسپښين لمونځ ادا کړي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د پوليسو جسدونه د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بريد مسووليت تر دې مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو كې په جلال اباد ښار کې مرموزو او هدفي وژنو زور اخيستى، چې د نظر د خاوندانو په خبره، علت يې د امنيتي مسوولينو بې غوري ده.