ads

په لوګر كې د ملي اردو پر ځواكونو چاودنه شوې

په لوګر كې د ماين چاودنې د ملي اردو يو قوماندان وژلى او درې سرتېري يې ټپيان كړي دي.

نویسنده: mayar
26 وری 1397
په لوګر كې د ملي اردو پر ځواكونو چاودنه شوې

په لوګر كې د ماين چاودنې د ملي اردو يو قوماندان وژلى او درې سرتېري يې ټپيان كړي دي.

د دې ولايت د والي وياند سليم صالح وايي، د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندانۍ د لومړي کنډک د قوماندان ډګرمن عبدالوهاب موټر د مركز پل علم په ابچکان سيمه کې پرون ماسپښين کابو درې بجې د سړک غاړې د خښ شوي ماين ښکار شو.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې قوماندان وژل شوى، درې نور سرتېري ژوبل دي او رېنجر موټر يې هم له منځه تللى دى.

د چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA