د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له كبله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د والي وياند عمر ځواک كليد ته وويل، پرون د يادې ولسوالۍ په ۳۱ غربي سيمه کې د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
د هغه په وينا، معلومه نه ده، چې دا مرمۍ له کوم ځايه توغول شوې، خو د چاودنې په ترڅ كې يې څلور ماشومان وژل شوي، يو ماشوم او دوه نور كسان ټپيان دي.
ځواک زياته كړه، مسوولو کسانو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مرستيال محمد انور بيا وايي، چې د هاوان دغه مرمۍ د کمال خان په نوم د يوه کس پر کور لګېدلې ده.
وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري په نادعلي ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفينو په ضد د نصرت په نوم عمليات پيل شوي، چې په كې د سپکو او درنو وسلو ترڅنګ له هوايي ځواکه هم کار اخيستل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ