د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان نن غرمه څه باندې ۱۲ بجې د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې په جادې سيمه كې ووژل شو.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي، ګل احمد ګرانى د نامعلومو وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.
د نوموړي په خبره، د دې بريد په ترڅ كې د ګراني يو ساتونکى هم ټپي شوى او بريد كوونكي په تېښته بريالي شوي دي.
د پېښې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
بايد وويل شي، چې ګرانى له تېرو څو كلونو را په دې خوا د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ