ads

امریکا، برېتانيا او فرانسې په سوريه پوځي بريدونه پيل کړل

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د دمشق په وخت نن سهار اعلان وکړ چې متحده ايالاتو، برېتانيا او فرانسې د سوريې د کېميايي وسلو پر بنسټونو بريدونه پیل کړل.

نویسنده: mayar
25 وری 1397
امریکا، برېتانيا او فرانسې په سوريه پوځي بريدونه پيل کړل

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د دمشق په وخت نن سهار اعلان وکړ چې متحده ايالاتو، برېتانيا او فرانسې د سوريې د کېميايي وسلو پر بنسټونو بريدونه پیل کړل.

دغه بريدونه له هغه وروسته ترسره کېږي چې سوري حکومت دمشق ته نږدې په دوما ښار په هوايي بريدونو کې له کيمياوي وسلو کار واخيست.

پنټاګون ويلي، هغه بريدونه چې د سوريې په وخت د سهار په څلورو بجو پیل شول، په هغه کې له الوتکو او کښتۍ د ميزايلو توغول شاملېږي چې په ټوليز ډول له سلو د ډېرو وسلو کار اخيستل شوی دی.

چارواکو درې هدفونه اعلان کړي دي، په دمشق کې د علمي څېړنو مرکز، په هوما کې د کيمياوي وسلو د ساتلو زېرمتون او د امر ورکولو مرکزي قومنداني او د ساتلو مرکز.

د امريکا دفاع وزير جيمز مټېس وويل: ((موږ د اوس لپاره د نورو بريدونو پلان نه لرو.)) هغه زياته کړه: ((دغه لومړی يو بريد و.))

مخکې له دې چې بريدونه پیل شي، ډونالډ ټرمپ په يوه ټلوېزيوني وينا کې وويل چې که سوريه يو ځل بيا له کيمياوي وسلو کار واخلي، نور بريدونه به هم ترسره شي: ((موږ چمتو يو چې د سوريې په وړاندې غبرګون ته دوام ورکړو، تر هغې چې سوريه د کيمياوي وسلو له کارولو لاس واخلي.))

د ټرمپ اشاره د تېرې شنبې ورځې هغه کيمياوي بريد ته وه چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۷۰ تنه ووژل شول.

ټرمپ زياته کړه: ((دا د يوه انسان کار نه دی، دا د يوه ځناور له لوري جنايتونه دي.))

امريکايي رسنيو رپوټ ورکړی، په واشنګټن کې د روسيې سفير اناتولي انتونوف په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه کار به ناوړه پايلې ولري: ((يوه له مخکې جوړه شوې سناريو پلې کېږي.)) د انتونوف اعلاميه زياتوي: ((موږ يو ځل بيا وګواښل شوو. موږ خبرداری ورکړی چې دغه ډول عمل به بې ځوابه او بې پايلې پاتې نه شي.)) د اعلاميې له مخې، د دغه هر څه مسوليت به د واشنګټن، پاريس او لندن په غاړه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA