د پاكستان په سيند ايالت كې تېره شپه د يو ماشوم د سنتولو مراسمو کې د هوايي ډزو له كبله يوه ځايي سندرغارې ثمينه سيندو وژل شوې ده.
دا پېښه د دغه ايالت د لاړكانې سيمې په كنګنا كلي كې رامنځته شوې ده.
د لاړكانې د پوليسو مشر تنوير تنيو وايي، ياده سندرغاړې د سنتګرۍ مراسمو ته بلل شوې وه.
د نوموړي په خبره، د سندرو ويلو په مهال هوايي ډزې هم کېدلې، چې يوه مرمۍ پر ثمينه سيندو لګېږي او وژل کېږي.
پوليسو ډزې کوونکى نيولى دى.
دا د خپل ډول لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې مخکې د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ګڼو سيمو کې په اخترونو، ودونو او د خوشاليو د نورو مراسمو ترڅنګ د لوبو تر ګټلو وروسته هم بې درېغه هوايي ډزې شوې، چې رسنيو يې د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ