د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د يو مهم قوماندان په ګډون ۱۰وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې په يادې ولسوالۍ كې د بهرنيانو د هوايي ځواك په ملتيا د افغان ګډو ځواكونو عمليات روان دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، د عملياتو په مهال د يو مشهور قوماندان په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي، شاول بازار، شېرين جان څلورلارې، زرغون کلی، شين کلى او چهاميرزا سيمه په بشپړه توګه د مخالفينو له شتونه كه شوې ده.
د سرچينې په خبره، په دې عملياتو كې د امنيتي ځواکونو لخوا ۱۰ کړۍ ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې د نادعلي ولسوالۍ په ناقل اباد سيمه کې يې اتو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ