ads

په الجزاير کې د يوې پوځي الوتکې سقوط ۲۵۷ کسان ووژل

د الجزاير له مرکز بهر بوفاريک پوځي اډې ته نږدې د يوې پوځي الوتکې د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۸۱ کسان وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
22 وری 1397
په الجزاير کې د يوې پوځي الوتکې سقوط ۲۵۷ کسان ووژل
SAN FRANCISCO, CA - JULY 06: A Boeing 777 airplane lies burned on the runway after it crash landed at San Francisco International Airport July 6, 2013 in San Francisco, California. An Asiana Airlines passenger aircraft coming from Seoul, South Korea crashed while landing. There has been at least two casualties reported. (Photo by Ezra Shaw/Getty Images)

د الجزاير له مرکزه بهر بوفاريک پوځي اډې ته نږدې د يوې پوځي الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۲۵۷ پوځيان وژل شوي دي.

د ځايي رسنيو له لوري خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د پېښې له سيمې تور دود پورته کېږي او خلک د مرستې لپاره د پېښې سيمې ته ور روان دي.

د الجزاير د دفاع وزارت ويلي، چې تراوسه د پېښې علت معلوم نه دى او په اړه يې څېړنې روانې دي.

دا پېښه په الجزاير کې په ۲۰۰۳يم ميلادي کال کې د يوې الوتکې له سقوط وروسته، چې ۱۰۲ تنه په کې ووژل شول، تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA