ads

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکا او روسيې مسودې رد کړې

هغه مسودې، چې امريکا او روسيې په سوريه كې د وروستي كېمياوي بريد د څېړنې په هدف چمتو كړې وې، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري رد شوې.

نویسنده: mayar
22 وری 1397
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکا او روسيې مسودې رد کړې

هغه مسودې، چې امريکا او روسيې په سوريه كې د وروستي كېمياوي بريد د څېړنې په هدف چمتو كړې وې، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري رد شوې.

د سې شنبې په ورځ رايه اچونه داسې مهال ترسره شوه، چې د واشنګنټن او مسکو تر نځ لفظې شخړې اوج ته ورسېدې او د لوېديځ لخوا امنيتي ګواښونه هم له دغه بريد وروسته راڅرګند شول.

لومړی روسيې د امريکا هغې مسودې ته د رد رايه ورکړه، چې د متحدو ايالتونو يوې ډلې ته واک ورکوي، ترڅو په سوريه کې د کېمياوي بريد په اړه څېړنه وکړي او دمشق په دغه بريد کې ملامت کړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ۱۲ غړو هېوادونو د امريکا چمتو شوې مسودې ته د تاييد رايې ورکړې، خو روسيې او بلوانيا ورته د رد رايې ورکړې او چين ممتنع رايه وكاروله.

دا دولسم ځل و، چې روسيې د سوريې په ملاتړ د خپل ويټو له حقه کار واخيست.

وروسته روسيې هم خپله مسوده رايې اچونې ته وړاندې کړه، چې د امنيت شورا د غړو هېوادونو له لوري رد شوه.

دغې مسودې ته يوازې  شپږ مثبتې، اووه رد او دوه ممتنع رايې وركړل شوې.

د يوې مسودې د منلو لپاره د تاييد نهو رايو ته اړتيا ده، په داسې حال کې، چې د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو له لوري بايد رد نه کړل شي.

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې، چې د سوريې کېمياوي بريد ته به ډېر ژر غبرګون وښيي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA