ads

افغان ځواكونو د پاكستان د توغندويي بريدونو ځواب وركړ

د افغانستان پر ختيځو ولايتونو د پاکستان توغندويي بريدونه د افغان پوځيانو له ورته غبرګون سره مخ شول.

نویسنده: mayar
22 وری 1397
افغان ځواكونو د پاكستان د توغندويي بريدونو ځواب وركړ

د افغانستان پر ختيځو ولايتونو د پاکستان توغندويي بريدونه د افغان پوځيانو له ورته غبرګون سره مخ شول.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش وايي، د پاکستاني پوځيانو د توغندويي بريدونو په وړاندې افغان ځواکونو د سې شنبې په ورځ ورته غبرګون ښودلی دی.

ده زياته کړه، دغه غبرګون د دې سبب شوی، چې د افغانستان پر ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو توغندويي بريدونه ودرېږي.

د رادمنش په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې يو توغندی هم نه دی راتوغول شوی.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند نن کليد ته همدارنګه وويل، د ورته غبرګون امر له هغه وروسته صادر شو، چې د پاکستان حکومت له افغان پلاوي سره په خپلو ژمنو ونه درېد.

تېره جمعه يو افغان پوځي پلاوی د دغو بريدونو د درېدو په هدف پاکستان ته لاړ. رادمنش زياته کړه، چې پاکستاني لوري اسلام اباد ته د افغان پلاوي په سفر کې د توغندويي بريدونو د منلو ترڅنګ هغه تېروتنه بللې وه.

د نوموړي په خبره، پاکستاني چارواكو ژمنه کړې وه، چې له دې وروسته به يې پوځيان دا تېروتنه نه تکراروي، خو د افغان پلاوي له راتګ سره سم دغه بريدونه بېرته له سره پيل شول.

په وروستيو څو اونيو کې د پاکستاني پوځيانو له لوري پر کونړ سلګونه توغندي راتوغول شوي، چې له كبله يې يو تن وژل شوى، يو شمېر كسان ټپيان او ځينې كورونه ويجاړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA