د غزني اوسېدونکو هم د جګړې په ضد او د سولې په ملاتړ د تحصن خېمه ودروله. د دغه ولايت يو تحصن كوونكى او قومي مشر مجيب الله وايي، تر هغې به خپل تحصن ته دوام ورکړي، چې جګړه بنده شوې نه وي او د سولې او اوربند په تړاو يې مثبت ځواب نه وي ترلاسه کړی.
د غزني والي عبدالکريم متين نن له يو شمېر نورو ولايتي چارواکو سره د تحصن له يادې خېمې ليدنه وکړه او ګډونوالو ته يې د ملاتړ ډاډ ورکړ.
تحصن كوونكو په لومړۍ ورځ د قران عظيم الشان ختم او خيرات وکړ او د الله (ج) له ستر درباره يې په هېواد كې د سولې او ثبات هيله وکړه.
تر دې وړاندې په هلمند، زابل، هرات، باميان، پکتيا، اروزګان، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د تحصن خېمې درول شوي او په كې ناست كسان د جګړې له ښكېلو غاړو غوښتنه کوي، چې نور دې د سولې غږ ته لبيک ووايي او جګړه دې بس کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ