د سوري حکومت له لوري په دغه هېواد کې د کېمياوي بريد په تړاو د واشنګټن او روسيې ترمنځ لفظي بريدونه زيات شوي، دغه كار نړيوال کړکېچ رامنځته کړى او تازه د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتنه شوې، چې يوه بېړنۍ غونډه وكړي.
امريکا، بريتانيا، فرانسې او شپږو نورو هېوادونو وروسته له هغه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې، چې په سوريه کې ژغورونکې ډلې او ډاکټرانو وويل، په دوما ښار کې د کلورين زهري ګاز د بريد له کبله د شنبې په ورځ د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.
د بشارالاسد حکومت او د هغه ملاتړې روسيې دا خبره له ځانه جوړه شوې بللې او رد کړې يې ده.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيره نيکې هيلي وايي، كه امنيت شورا كوم غبرګون وښيي يا نه، دوى به خپله لاس په کار شي او د دغه بريد ځواب به وركړي.
مېرمن هيلي په خورا ګواښمنه لهجه وويل: ((موږ هغه شېبې ته رسېدلي يو، چې نړۍ بايد عدالت وګوري.))
نوموړې زياته کړه: ((تاريخ به دا ثبت کړي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا خپله دنده پر ځاى نه کړه او يا يې پر خپلې ناکامۍ اقرار وکړ، چې ويې نه شو کولاى د سوريې وګړي وساتي.))
د هيلي په خبره: ((په هر صورت امريکا به غبرګون وښيي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ