له نشهيي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، د دې لپاره چې د ضبط شويو مخدره توكو په ساتلو او پلور كې فساد ونه شي يوه بين الوزارتي كمېټه جوړوي چې ياده كمېټه به ډېر ژر خپل كار پيل كړي.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې جمهوررئيس غني له مخدره توكو سره د مبارزې قانون توشيح او په رسمي جريده كې خپور شو، د دغه قانون په نولسمه ماده كې راغلي، كله چې نشهيي توكي له قاچاقبرانو نيول كېږي، بايد په هېواد كې د درملو په توليد كې ترې كار واخيستل شي كه هېواد دا وړتيا ونه لري بيا بايد په هغه هېوادونو وپلورل شي چې په نړۍ كې د ترياكو د سوداګرۍ جواز لري او كه دا هم ونه شي نو بيا بايد وسوځول شي.
له نشهيي توكو سره د مبارزې وزارت حقوقي سلاكار ذبيح الله دايم كليد ته وويل، افغان حكومت غواړي چې له قاچاقبرانو نيول شوي توكي په ځانګړې توګه ترياك په ځينو نورو هېوادونو وپلوري، خو په وينا يې د نشهيي توكو د كنټرول نړيوال بورډ ورته ځكه اجازه نه وركوي چې په دې پروسه كې له فساد څخه وېره لري او وايي چې دا توكي بېرته د مافيا لاسته ورنه شي.
دايم زياتوي، د افغانستان حکومت د دغه پروسې د شفافيت لپاره د يو شمېر وزارتونو ترمنځ يوه كمېټه جوړه كړې چې په نژدې راتلونكې كې به خپل كار پيل كړي.
په همدې حال كې د ولسي جرګې له نشهيي توكو سره د مبارزې د كمېسيون غړى چمن شاه اعتمادي هم د نيول شويو ترياكو په اړه اندېښنه لري او وايي چې يوازې يوه حكومتي كمېټه دغه شفافيت نه شي تضمينولى، هغه سپارښتنه كوي چې په ياده كمېټه كې بايد د ملي شورا د استازو په ګډون يو شمېر نور بنسټونه هم شامل شي.
په ورته وخت كې د سياسي چارو شنونكى عبدالغفور جاويد وايي، د نيول شويو ترياكو د پلورلو ترڅنګ بايد له نشهيي توكو سره د مبارزې پاليسي هم په چټكۍ سره عملي شي، ځكه د هغه په خبره داسې نه شي چې بزګران په دې كار سره نور هم د كوكنارو كرلو ته وهڅېږي او ووايي چې اوس يې سوداګري هم قانوني شوه.
دا په داسې حال كې ده چې له نشهيي توكو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې تېر كال د وړم كال په پرتله په هېواد كې د كوكنارو كښت او د ترياكو توليد په بېسارې توګه زيات شوى و.
د دغه وزارت معلومات څرګندوي چې، په ۱۳۹۵ لمريز كال كې په ټول هېواد كې دوه سوه زره هكتاره كوكنار كرل شوي وو خو په ۱۳۹۶ كال كې له درې سوه زره هكتاره زيات وو، دغه راز په ۱۳۹۵ كال كې څلور زره او څلور سوه ټنه ترياك په هېواد كې توليد شوي وو، خو په ۱۳۹۶ كال كې نهه زره ټنه ترياك توليد شوي وو چې د وړم كال په پرتله دوه چنده زياتوالى ښيي.
دا په داسې حال كې ده چې تېركال د كليد ګروپ يو څېړنيز راپور(افغانستان ولې ترټولو د لوړعايد محصول سوځي) تر عنوان لاندې په ډاګه كړې وه چې افغان دولت په تېرو دوولسو كلونو كې پنځوس ټنه هېروئين، ۱۳۲.۵ ټنه مورفين، ۴۷۴ ټنه ترياك او ۸۹۱ ټنه چرس نيولي او سوځولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ