د خوست پوليسو درې تنه د چاودېدونکو توكو او ماينونو د لېږد په تور نيولي دي.
د خوست امنيه قوماندانۍ فېسبوک پاڼه كې د دغه ولايت د سرپرست امنيه قوماندان سمونمل عبدالحنان له قوله ليکل شوي، چې د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند سيمه کې درې تنه ماين لېږدوونکي له سراچه موټر سره نيول شوي دي.
سرچينې ويلي، چې نيول شوو کسانو د لومړنيو څېړنو په مهال پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.