ads

د کندوز په هوايي بريد کې شاوخوا ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندوز د حوزوي روغتون چارواکي وايي، پرون په کندوز کې له دوو پېښو ورته شاوخوا ۸۰ تنه ټپيان او ۶ جسدونه وروړل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 وری 1397
د کندوز په هوايي بريد کې شاوخوا ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندوز د حوزوي روغتون چارواکي وايي، پرون په کندوز کې له دوو پېښو ورته شاوخوا ۸۰ تنه ټپيان او ۶ جسدونه وروړل شوي دي.

د دغه روغتون رييس نعيم منګل کليد ته وويل، پرون د دشت ارچي له پېښې ۷۵ ټپيان او ۵ جسدونه وروړل شوي او دغه راز په دې ولايت کې د چاودنې له پېښې ۵ ټپيان او يو جسد وروړل شوی دی.

له بل لوري په کندوز کې د پامير شلمې فرقې وياند غلام حضرت کريمي وايي، پرون په دشت ارچي کې د وسله والو طالبانو جلسه روانه وه چې د خپلو پسرلنيو عملياتو په تړاو يې بحث کاوه. د نوموړي په خبره په ملکي کسانو د وسله والو طالبانو د کسانو له لوري ډزې شوې دي، تر څو د حکومت پر وړاندې د خلکو احساسات راوپاروي.

په همدې حال کې بيا د دغه پېښې عيني شاهدان وايي، چې په دغه مدرسه کې د بخاري شريف د ختم مراسم روان وو او کله چې بريد ترسره شو، د دغه پروګرام ګڼ شمېر زده‌کوونکو ته هم پکې مرګ ژوبله واوښته.

که څه افغان حکومت تور لګوي چې په دغه پروګرام کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو او د دوی مشرانو ګډون کړی و، خو وسله والو طالبانو بيا په دغه پروګرام کې خپل ګډون رد کړی دی او ټول وژل شوي او ټپيان يې ملکي وګړي بللي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA