د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې په يوه مسجد په بريد کې شاوخوا سل تنه وژل شوي دي.
د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوال نصر الله سعدي کليد ته وويل چې دغه هوايي بريد نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند په دفتانيا سيمه کې په اخندزاده نومي مسجد ترسره شوی چې د دستاربندۍ مراسم پکې روان و.
ولسوال زياتوي، ښايي په وژل شوو کې ملکي وګړي، د قران عظيم الشان قاريان او وسله وال طالبان شامل وي.
د سعدي په خبره، دغه سيمه د افغان حکومت له واک بهر او د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.
تر دې مهاله د دغه خبر نور جزيات نه دي په ډاګه شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ