506
۱۲ وری ۱۳۹۷
لیکونکی: ژوند کیسه/ لعل اقا شیرین

لالهانده نجلۍ

کله چې مراد تر پل سوخته لاندې واړول، رویا د همېش له‌پاره یوازې شوه. مور یې شفیقې څوارلس کاله مخکې مراد پرېښی و. د هغوی د بېلتون پر مهال رویا شاوخوا پنځه کلنه وه. هغه د یوې ناکامې کورنۍ یوازنۍ لور وه. له هماغه پیله بدبخته غونده ښکارېده، ځکه پلار یې په نشه روږدی و او مور یې تندخویه، غوسه‌ناکه او بې‌پروا ښځه وه.

رویا وايي، مور یې که څه هم بدخویه او غوسه‌ناکه ښځه وه، خو د هغې له‌پاره د یوه غره غوندې ټینګه تکیه‌ګاه ګڼل کېده: (( د پلار خپلوانو مې مور ته اجازه نه‌وه ورکړې چې ما له ځانه سره بوځي.))

مور یې پخپله مخه ځي او رویا له خپل نشه‌يي پلار سره په کور کې پاتې کېږي. رویا وايي چې له ماشومتوبه یې د تریاکو لوګی بوی کاوه: (( کله چې مې پلار او مور جلا شول، پلار ته مې بیخي ازادي شوه، زما تر مخ به یې تریاک څکول، لوګي یې زه هم متاثره کړم او کرار کرار مې تریاکو ته شوق پیدا شو.)) د رویا پلار تر ډېره وخته په دې نه پوهېده چې لور یې هم د تریاکو په نشه روږدې شوې ده، خو کله چې خبرېږي؛ نو خبره له خبرې تېره وي: (( پلار مې هغه وخت زما د تریاکو په څکولو خبر شو چې نوره ورباندې بیخي اخته شوې وم او له تریاکو پرته مې ژوند نشو کولای.))

د مراد او شفیقې له بېلتون څخه اوس ډېر کلونه تېرېږي او رویا هم نوره پیغله شوې ده، نوموړې وايي:(( موږ ډېر لالهانده ژوند تېر کړو، د روزګار څرخ ان د یوې ورځې لپاره زموږ په خوښه ونه څرخېد. زه پیغله وم د وجود مقاومت مې زیات وو، خو پلار مې نور زوړ شوی و، د هرکال په تېرېدو به یې د تریاکو نشه زیاتېدله. د تدریجي مرګ نښې نښانې یې له ورایه په څېره کې څرګندې وې. نشې بیخي وچ کلک اړولی و، نه یې د پخواني اندام درک و او نه یې شیمه لرله. سترګې به یې په کاسه کې ننوتې وې. وېښتان یې جړ پړ وو، ږېره به یې ببره وه، لاسونه به یې خیرن او وجود به یې بد بوی کاوه. د پلار لپاره مې تر مرګ دمخه  فقط یو انتخاب پاتې وو؛ تر پل سوخته لاندې باید واړوي.))

په داسې حال کې چې رویا د تریاکو نشې له کبله سختې ورځې تېرولې، مراد په کرايي کور کې له اوسېدو څخه زړه صبر کړ او تر پل سوخته لاندې اوسېدو ته یې زړه وشو. رویا وايي چې پلار یې په اوایلو کې یو وړوکی خوراکه‌پلورنځی درلود، خو د اعتیاد په زیاتېدو یې د دوکان ور وتاړه او جوالي‌ټوب ته یې مخه کړه: ((چې نشې یې زور بیخي اوبه کړو، نو کیسه‌برۍ او غلا ته یې ملا وتړله. تر ډېره پوره یې په همدې شکل ژوند وکړ.)) د رویا په خبره د تریاکو ورانوونکی زور دومره زیات وو چې پلار یې له بدې ورځې تر پل سوخته لاندې ژوند کول غوره وګڼل: (( څه ووایم… څه ووایم، هم ملامته دی او هم نه دی، خیر، هغه له یو عالم غم او خپګان سره پل سوخته ته پناه یوړه او زه یې تش لاس په ډاګ پرېښودم.))

څو میاشتې په همدې بڼه تېرېږي. مراد د پل سوخته لاندې و او رویا د کور په یوه کونج کې پرته وه. رویا کور ته د پلار د راتګ تمه نه‌لرله، هغه وايي: (( زه مې بیخي له پلاره ناهیلې شوې وم، نه یوازې مې د هغه د راتګ په اړه فکر نه کاوه، بلکې داسې مې ګڼله چې زه به هم خامخا یوه ورځ د پلار په تللې لاره پل کېږدم؛ هغه لاره چې د ټولو په نشه روږدو کسانو له‌پاره له غمه ډک پای لري.))

شاوخوا ټول ګاونډیان د رویا او د هغې د پلار پر حالت خبر دي. ټول پوهېدل چې مراد پل سوخته ته ورغلی او رویا په کور کې تک و تنها تریاک څکوي. رویا زیاتوي: (( د کوڅې خلک او خپلوان مې ټول راباندې خبر وو، خپلوانو به کله‌ناکله کور ته هم سر راښکاره کاوه او د خپلو خوړو په پس‌ماندوو به یې زما خېټه مړوله. یو څو شیبې به راسره ناست وو، حیران حیران به یې راکتل او بیا به پخپله مخه ولاړل.))

رویا چې خپلې خبرې تر دغه ځایه راورسولې، سوړ اسویلی یې وایست، ستونی یې راډک شو او بیا یې خپلې خبرې داسې وغځولې: (( کرار کرار مې د خپلوانو او ګاونډیانو صله‌رحمۍ پای وموند. په ورځو ورځو به وږې پرته وم، تر ټولو بده یې لا دا وه چې هم مې تریاک خلاص شول او هم پیسې راسره نه وې، حیرانه وم چې څه وکړم، وجود مې ډېر کمزوری شوی و.)) له دې سره جوخت د کور خاوند هم په رویا باندې ساحه راتنګوي او نور نه حاضرېږي چې یوې جره او په نشه روږدې نجلۍ ته په خپله حویلۍ کې د اوسېدو لپاره کوټه ورکړي. رویا باید یوه حل‌لاره موندلې وای. نوموړې وايي چې بالاخره تر ډېر فکر وروسته یې د یوه ګاونډي په سلامشوره د پل سوخته لاره ونېوله: ((هغه لاره او ځای مې انتخاب کړو چې لږه موده مخکې مې پلار په کې ساه ورکړې وه او پولیسو یې مړی یوه نامعلوم ځای ته وړی و چې ما ترننه پورې ونه‌لید.)) خو پل سوخته ته د رویا په ورننوتو سره د هغې د ژوند پاڼه هم اوړي، هغه وايي: ((همدا چې پل سوخته ته ورسېدو، ناڅاپه پولیس راغلل، له څو نورو نشه‌یانو سره یې یو ځای ونیولم او د اعتیاد د پرېښودو کمپ ته یې یوړم.))

شپږ میاشتې تېرې شوې. رویا؛ نو نوره هغه پخوانۍ رویا نه‌وه چې خلکو به د نشې له کبله ځنې کرکه کوله او رټله به یې. اوس یې وینه یې په رګونو کې راخوټېدلې وه. ماغزو یې کار کاوه او وزن یې هم څو کیلوګرامه زیات شوی و: (( داسې مې ګڼله چې ګواکې بیا دې زېږېدلې وم.))

د نشې د پرېښودو په کمپ کې د معتادینو لپاره هم د کسب زده‌کړې فرصتونه  ډېر وو او هم د زده‌کړې شرایط برابر وو. رویا په کې له یوې خوا د خیاطۍ ‌زده‌کړې ته زړه ښه کوي او له بلې خوا له الفبا سره اشنا کېږي. توري یې وپېژندل او تر زرو پورې حساب یې هم زده کړ. د هغې له‌پاره چې نه ښوونځي ته تللې وه او نه یې له اعدادو سره سروکار درلود، دا یو لوی غنیمت وو: (( کابو ۱۲میاشتې مې په کمپ کې تېرې کړې، هم به مې درملنه کېده او هم به مې کسب زده کاوه او هم به مې درس وایه.)) رویا وايي، دا دولس میاشتې ورباندې د یوه خوب د لیدو په څېر تېرې شوې او نوره باید عادي ژوندانه ته راګرځېدلې وای: (( نوره ډېره تکړه شوې وم، خیاطي مې سمه زده کړې وه، د ښځو کالي به مې ښه ښایسته ګنډل. کله چې له کمپ څخه راوتم، د خیاطۍ یو ماشین یې هم راته راکړو او بیا یې رخصت کړم.)) رویا وايي، کله چې له کمپ راووته حیرانه وه چېرته لاړه شي، خو ناڅاپه په ذهن کې ورګرځي چې باید بیرته خپلې پخوانۍ جونګړې ته سر ورښکاره کړي: (( کله چې خپل پخواني کور او ځای ته ورسېدم، هیچا نه منله چې زه دې رویا وم، ځکه لږ چاغه شوې وم، ښکلې هم وم، نور مې د تریاکو بوی نه ورکاوه، کالي او وېښتان مې پاک وو. یعنې بیخي ښه شوې وم.))

رویا د تېرو شاوخوا ۱۲میاشتو پېښو ټوله کیسه ټکي په ټکي خپلو کوڅه‌والو او خپلوانو ته تېروي. تر کیسې وروسته بیا د کور له خاوند څخه غواړي چې یو ځل بیا ورته یوه کوټه په کرایه ورکړي. د کور څښتن چې د رویا د خپلوانو له جملې دی، ورسره توافق کوي: (( ما د کور خاوند ته چې زما د پلار یو لرې خپلوان او ډېر مهربانه سړی و، وویل چې نور نو روغه جوړه یم، نشه نه کوم او خپل ضرورتونه له مشروع لارې پوره کوم.))

یوه اوونۍ نوره هم تېرېږي. رویا خپله کوټه د خپلوانو او کوڅهوالو په مرسته بېرته سمبالوي او تر څنګ یې د خیاطۍ د یوه دوکان د کرایه کولو هڅه هم کوي:(( مګر د کور خاوند راته وویل چې د کار د شروع کولو لپاره د دوکان کرایه کولو ته اړتیا نشته.)) رویا وايي، د دغې ورځې په سبا د حویلۍ په دروازې یوه وړه لوحه راځړېدلې وه؛”د رویا ښځینه خیاطي”.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *