راپورونه وايي، د داعش ډلې څلور هندي غړي په افغانستان کې د هوايي بريدونو پر مهال وژل شوي دي.
دغه خبر پرون هندي رسنيو خپور کړ، خو د پيښې کره ځاى او کره نيټه يې نه ده په ډاګه کړې.
د (انډين ايکسپريس) په نامه يوې رسنۍ خبر ورکړى، چې دغه کسان د هندوستان دکيراله ايالت اوسيدونکي او څه موده مخکې نادرکه شوي وو.
د کيراله ښار پوليسو ويلي، چې دوى هم له خپلو سرچينو څخه په دې اړه معلومات ترلاسه کړي، خو تراوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
سرچينې زياته کړې، ددې ښار يوه کورنۍ چې خاوند، ښځه او يوماشوم وو، په افغانستان کې له داعش ډلې سره يو ځاى شوي وو.
راپورونه وايي، چې دغه کورنۍ له يوه بل هندي وګړي سره په دې وروستيو کې په افغانستان کې د هوايي بمبار پر مهال وژل شوي دي.
ديادونې وړ ده، چې دکيراله ايالت مشر وزير دوه کاله مخکې ويلي وو، چې ددې سيمې ۲۱ اوسيدونکي نادرکه شوي او کيداي شي په افغانستان کې له داعش سره يوځای شوي وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ