ads

د فارياب په پشتون کوټ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو څلور کلي نيولي

د فارياب ولايت د پشتون کوټ ولسوالۍ څلور کلي د حکومت له وسله والو مخالفينو پاک شول

نویسنده: mayar
6 وری 1397
د فارياب په پشتون کوټ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو څلور کلي نيولي

د فارياب ولايت د پشتون کوټ ولسوالۍ څلور کلي د حکومت له وسله والو مخالفينو پاک شول.

د فارياب ولايت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو، پولیسو او ولسي پاڅونوالو په څلور ساعته ګډو عملياتو کې تېره شپه د طالبانو ۸ وسله وال وژل شوي او د يوه قومندان ملا رحمت الله په ګډون ۹ نور ټپيان شوي دي.

د فارياب د پوليسو وياند کريم يورش کلید ته وويل، دغه عمليات تېره شپه لس بجې پيل شول او تر دوو بجو يې دوام وکړ چې په ترڅ کې يې امنيتي ځواکونه وتوانېدل له طالبانو څلور کلي ونيسي.

پشتون کوټ د فارياب ولايت يوه لويه او مهمه ولسوالي ده چې په ټوليز ډول ۳۲۰ کلي لري او د فارياب ولايت د امنيتي چارواکو په خبره ۲۰ فیصده خاوره يې د حکومت د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA