ads

د ټاپي په اړه د عامه پوهاوي اړتیا ده

له هغه وروسته چې په هرات کې د څلورو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو له لوري د ټاپي پروژې پرانسته وشوه، د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې خلکو له دغه ګام څخه هرکلی وکړ.

نویسنده: mayar
5 وری 1397
د ټاپي په اړه د عامه پوهاوي اړتیا ده

له هغه وروسته چې په هرات کې د څلورو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو له لوري د ټاپي پروژې پرانسته وشوه، د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې خلکو له دغه ګام څخه هرکلی وکړ.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو ګډه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

په پکتيا ولايت کې په همدې مناسبت د ودان افغانستان ګوند غړو او د افغان مناظرې مسوولينو د روښانتيا او مناظرې تر عنوان لاندې د ټاپي پروژې پر ګټو، اهميت، په سيمه او نړۍ يې پر اغېزو او ننګونو اوږده بحثونه وکړل.

د ودان افغانستان ګوند د ولايتي دفتر مسوول نثار حبيب وايي چې د دغې مناظرې هدف د مهمو زېربنايي پروژو په اړه د عامه ذهنیت جوړول او د عامه پوهاوي لوړول دي. حبیب زياتوي، په دغه بحث کې د ټاپي پروژې پر ګټو، اغېزو او ستونزو ګټور بحث وشو.

د حبیب په خبره، حکومت بايد د دا ډول سترو پروژو په اړه د عامو خلکو د لا ښه پوهولو له‌پاره دغه ډول پروګرامونه پلي کړي، تر څو خلک د دغو پروژو پر ګټو وپوهېږي او بيا د سر او مال په بيه ترې ساتنه وکړي. د افغان مناظرې مرستيال او د دغه بحث ګډونوال حکمت‌الله رښتين وايي، د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره نه یوازې په افغانستان کې ګڼ کاري فرصتونه رامنځ ته کېدلی شي، بلکې افغانستان د ګازو د ترانزيت له اړخه ټکس او مالیه ترلاسه کوي : (( د دې تر څنګ د دغه ډول سترو پروژو په پلي کېدو سره د سيمې هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کېږي او د ناامنۍ پر ضد د مبارزې اړتيا ډېرېږي.))نوموړی زياتوي چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره دې ته د ورته نورو مهمو پروژو پلي کېدو ته هم لار اوارېږي. د رښتین په عقیده که چېرې حکومت ښه اقتصادي پلانونه ولري، شونې ده چې ډېرې ګټورې زېربنايي پروژې په افغانستان کې پلې شي.

له بل لوري د ودان افغانستان ګوند غړي سيدالرحمن نيازي بيا د ټاپي پروژې د اقتصادي ګټو تر څنګ د دغې پروژې پر وړاندې په پرتو ننګونو او خنډونو هم خبرې وکړې. نوموړي ټينګار وکړ چې د حکومتي مشرانو د اختلافاتو دوام به پر دغې پروژې هم ناوړه اغېزه وکړي: (( زما په فکر حکومتي مشران باید د دغسې پروژو د پلي‌کولو او تطبیق په برخه کې ډېر زیار وباسي، د تاپي پروژې بریالي پلي کېدل د نورو پروژو تطبیق ته زمینه برابروي.))

هند او پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د لېږد پروژه د سیمې په کچه تر ټولو ستره او لویه اقتصادي پروژه ده چې د ټاپي په نوم یادېږي. دا پروژه د ۱۳۹۶لمریز کال د کب په ۴مه په هرات ولايت کې د يادو څلورو هېوادونو د مشرانو له لوري پرانستل شوه. ترکمنستان چې د نړۍ په کچه د ګازو د زیرمې له پلوه څلورم غني هېواد ګڼل کېږي، په پام کې لري چې د ټاپی پروژې په وسیله خپل درې ملیارد متر مکعبه ګاز د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته ولېږدوي. د دې نللیکې اوږدوالی نږدې ۲۰۰۰ کیلومتره اټکل شوی چې ۷۷۳کيلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي. هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونه د دې پروژې د تېرېدو په مسیر کې پراته دي. افغان دولت به د دغې پرژوې په وسیله نه یوازې د هېواد د اړتیا وړ ګازو ته لاسرسی پیدا کړي، بلکې په کلنۍ کچه به نږدې ۴۰۰ملیونه ډالره ټکس هم واخلي. د دې پروژې ټول لګښت له اوو تر نهه ملیارد ډالرو پورې اټکل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA