ads

بهر ته د چاپ لېږد، ولې؟

که څه هم د پوهنې وزارت د مطبعو د تصدیو او چاپ صنعت ټولنې چارواکي وايي، د افغانستان کورنۍ دولتي او خصوصي چاپخونې د دې وړتیا لري چې د پوهنې وزارت د اړتیا وړ کتابونه او نور توکي چاپ کړي، خو د پوهنې وزارت چارواکي وایي، په کور دننه د پوهنې وزارت له‌پاره د کتابونو چاپ له مدیریتي او مالي پلوه ورته ګټور نه دی.

نویسنده: mayar
5 وری 1397
بهر ته د چاپ لېږد، ولې؟

که څه هم د پوهنې وزارت د مطبعو د تصدیو او چاپ صنعت ټولنې چارواکي وايي، د افغانستان کورنۍ دولتي او خصوصي چاپخونې د دې وړتیا لري چې د پوهنې وزارت د اړتیا وړ کتابونه او نور توکي چاپ کړي، خو د پوهنې وزارت چارواکي وایي، په کور دننه د پوهنې وزارت له‌پاره د کتابونو چاپ له مدیریتي او مالي پلوه ورته ګټور نه دی.

په هغه سندونو کې چې کلیدګروپ ترلاسه کړي، راغلي چې د پوهنې وزارت د مطبعې د تصدۍ له‌پاره په ۱۳۸8لمریز کال کې د پرنټ یو لوی ماشین په ۱۳ملیونه افغانۍ اخستل شوی، خو لا هم د دغه ماشین د نصب او فعالېدو چارې نه‌دي ترسره شوي او په تړلو کانتينرونو کې ساتل کېږي. که چېرې دغه ماشین فعال شي، کولای شي په یوه کال کې ۱۲ملیونه ټوکه کتابونه چاپ کړي.

دا ماشین ویب افسېټ نومېږي او په یوه ساعت کې په څلورو رنګونو د ۱۲زره پاڼو د چاپ ظرفیت لري. یاد ماشین په اتومات ډول د پاڼو د قاتولو قدرت هم لري. د دغه ماشین په قرارداد کې راغلي، هغه کمپنۍ چې یاد ماشین ترې اخستل کیږي، بايد په افغانستان کې د هغه د نصب او فعالولو چارې هم ترسره کړي او د اړوندې مطبعې کارکوونکو ته روزنه ورکړي، خو د مطبعو د تصدیو مشر انجنير محمدصابر صالحي وایي، دوی څو ځلې هغې کمپنۍ ته چې یاد ماشین ترې اخستل شوی، د بهرنیو چارو وزارت له لوري رسمي مکتوبونه استولي، خو د دغې کمپنۍ مسوولين نه‌دي حاضر شوي چې په افغانستان کې د یاد ماشین د نصبولو چارې ترسره کړي.

بلخوا د پوهنې وزارت د تصدیو مشر وایي، دوی له حکومت څخه د نبراسکا په نوم د هغې نادولتي مطبعې د چارو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې چې چارې یې له څو کلونو راهيسې په ټپه ولاړې دي. نوموړی زياتوي، د یادې مطبعې ټول ماشینونه په لس لکه افغانۍ فعالېدای شي، خو وایي، حکومت لا هم د دوی دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په همدې حال کې صالحي ادعا کوي چې د پوهنې په وزارت کې یو شمېر کسان د خپلو شخصي ګټو له‌پاره نه‌غواړي د دغه وزارت مطبعه پرمختګ وکړي او په کور دننه د پوهنې وزارت اړوند کتابونه چاپ شي.

د یادولو وړ ده چې د پوهنې وزارت په ۱۳۹۷لمریز کال کې تر ۹۰ملیونه ټوکه زیاتو کتابونو ته اړتیا لري او د وزارت له دې منځه د ۵۰ملیونه ټوکه کتابونو د چاپ له‌پاره مالي ملاتړ ترلاسه کړی. د دغو کتابونو نږدې ۱۳ملیونه ټوکه به یې په کور دننه د خصوصي مطبعو له لوري او تر ۳۷ملیونه زیات به یې په خارج کې چاپ شي.

 

د چاپ ماشین

اسناد او شواهد ښيي چې معارف وزات په ۱۳۸۸لمریز کال کې د دغه وزارت د مطبعې له‌پاره د ۱۳ملیونه افغانیو په بیه د چاپ یو ماشین د هغه له اړوندو وسایلو سره د مطبعې په وړانديز او د تدارکاتو د ځانګړي کمسیون تر منظورۍ وروستی اخستی. سندونه ښيي چې دغه ماشین په ۱۳۸۹لمریز کال کې افغانستان ته راوړل شوی، خو لا هم په تړلو کانتینرونو کې ساتل کیږي. د چاپ د دغه ماشین په قرارداد کې ویل شوي چې یاد ماشین به په ۱۲کانتینرونو کې راوړل کیږي، خو شواهد په ګوته کوي چې په پنځو کانتینرونو کې له اتریش څخه راوړل شوی دی. د پوهنې وزارت د مطبعو د تصدیو مسوولین استدلال کوي چې په شوي قرارداد کې یوازې د کانتینرونو تعداد ذکر شوی او د کانتینرونو له ډول يادونه نه‌ده شوې؛ نو ځکه د کانتینرونو شمېر توپیر کوي. د پوهنې وزارت د مطبعو د تصدیو رئیس انجنیر محمدصابر صالحي وایي: ((دغه ماشین په پنځه څلوېښت فوټه کانتینرونو کې راوړل شوی، دا کار لېږدوونکي شرکت د خپل کار د اسانتیا له‌پاره کړی.)) د نوموړي په خبره تر هغه چې په قرارداد کې ذکر شوي شرایط پوره شوي نه‌وي دوی به له یاد شرکت څخه ماشین تسلیم نه‌شي. صالحي وویل، دوی ‎څو ځلې د بهرنیو چارو وزارت له لوري دغه شرکت ته مکتوبونه استولي، خو تر دې مهاله یې له هغه لوري کوم مثبت ځواب نه‌دی تر لاسه کړی. نوموړی وایي، افغانستان ته د ماشین تر انتقال سمدستي وروسته د شرکت دوو تنو انجنیرانو د ماشین د نصبولو له ځای څخه لیدنه کړې: ((هغه وخت یې پلمه وکړه چې دا ماشین دلته نه‌شي نصبېدلی او د یاد ماشین له‌پاره باید اساسي ځای جوړ او بیا نصب شي، اوس چې دا ځای جوړ شوی، د دغه شرکت د انجنیرانو درک نه لګېږي.))

له بل لوري د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې دوی په ۱۳۹۴لمريز کال کې د ۲۱۷۱ شمېرې مکتوب له لارې په ويانا کې د افغانستان له سفارت سره اړيکه نيسي او د دغې موضوع د څېړنې غوښتنه کوي. د بهرنيو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وايي: ((د هغوی ځواب دا دی چې د دې شرکت مرکزي دفتر په جرمني کې دی او له هغه ځایه باید یاده موضوع حل شي.)) مستغني زیاتوي، تر دې وروسته دوی د ۱۳۹۴لمريز کال د لېندۍ په ۱۴مه د اړوند وزارت د څلورم سیاسي ریاست له لارې د ۶۳۶۰ شمېرې مکتوب له لارې په کابل کې د جرمني له سفارت سره اړیکه نیسي، خو څوک ځواب نه‌ورکوي.

مستغني وايي د موضوع د سوداګریز اړخ له کبله څلورم سیاسي ریاست ښه ګڼي چې دا موضوع د سوداګرۍ نړیوال سازمان لوري چې افغانستان یې هم غړیتوب لري، وڅېړل شي: (( موضوع راجع شوې ده، خو تر دې مهاله د پوهنې وزارت له لوري په دې اړه نور معلومات نه‌دي راسره شریک شوي.))

 

د ماشین بيه او ظرفیت

دغه ماشین ویب افسېټ نومېږي، په بازار کې یې بیه تر ۴۵۰زره یورو اټکل شوې، خو معارف وزارت یې دویم لاس په اترش کې په ۲۶۰زره امریکايي ډالرو اخستی دی.

د پوهنې وزارت د مطبعو د تصدیو مشر انجنیر صابر صالحي وایي، د چاپ دا ماشین نیمه میخانیکي دی: ((په افغانستان کې موږ داسې روزل شوي کسان نه‌لرو چې له ډیجیټل ماشینونو سره بلدتیا ولري، له همدې کبله نیمه میخانیکي ماشین واخستل شو، څو موږ ترې ګټه پورته کړای شو.)) صالحي وايي چې د ماشین ۲۲۰زره امریکایي ډالر یاد شرکت ته رسېدلي او پاتې ۴۰زره به یې هغه وخت شرکت ته ورکړل شي چې د نصب چارې یې ترسره کړي. دغه ماشین په یوه ساعت کې په څلورو رنګونو ۱۲زره پاڼې چاپولی شي. دغه راز په اتوماتیک ډول د پاڼو د قاتولو ظرفیت هم لري او په یوه کال کې ۱۲ملیونه ټوکه کتابونه چاپوي.

 

د مطبعې رغونه

په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت د مطبعې رئیس له وزارت څخه د مطبعې د بیارغولو غوښتنه کوي، خو د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس عبدالکبیر حقمل وایي چې په افغانستان کې د کتابونو چاپ له مالي او مدیریتي پلوه ګټور نه شي تمامېدلی او دوی د کومې لویې مطبعې د جوړولو پلان هم نه‌لري. د حقمل په خبره په دې برخه کې د ځان بسیاینې له‌پاره کابو ۷۰ملیونه ډالرو په ارزښت د مطبعې جوړولو ته اړتیا ده: ((له یوې خوا زیاتې پانګونې ته اړتیا ده او له بلې خوا په دولتي معاشونو په دغه ډول مطبعو کې د کدرونو جذب ناممکن دی.)) خو حقمل زياتوي، د راتلونکې له‌پاره پلان لري چې کتابونه په داخل کې مطبعو ته ورکړل شي او مطبعې يې د پيسو په بدل کې زده‌کوونکو ته ورکړي. په ورته وخت کې د چاپ صنعت د  ټولنې مرستیال ډاکتر اجمل عازم وایي، د افغانستان کورنۍ چاپخونې د دې وړتیا لري چې د پوهنې وزارت د اړتیا وړ کتابونه او نور مواد چاپ کړي: ((که د پوهنې وزارت افغان چاپخونو ته قراردادونه ورکړي، دوی د دې وړتیا لري چې په تدریجي ډول د دغه وزارت اړوند کتابونه چاپ کړي.))

خو د چاپخونو مسوولین همدرازا د چاپ په خامو توکو د مالیې او محصول له زیاتوالي هم سر ټکوي. ډاکټر اجمل وايي: (( افغانستان ته چې کتاب راوړل کېږي ورباندې مالیه نشته، خو چې خام مواد راوړې په هغه باندې در څخه مالیه اخستل کېږي.)) د نوموړي په خبره دا مسئله سبب شوې چې ځینې چاپخونې د سیالۍ له ډګره ووځي. بل خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، دوی د هغو توکو په خامو موادو ماليه راټيټه کړې چې په افغانستان کې دننه تولیدیږي: ((ټول خام توکي چې افغانستان ته راوړل کېږي، ماليه يې له ۸٪ څخه ۱٪ ته راټيټه شوې ده.)) د نوموړي په خبره دا خپله د دې ښکارندویي کوي چې دوی له خصوصي سکټور څخه ملاتړ کوي.

د دغې ټولنې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، له دوی سره کابو ۱۵۰چاپخونې ثبت دي چې شاوخوا ۱۵یې د پوهنې وزارت په هغو شرایطو برابرې دي چې د قراردادونو له‌پاره معیارونه ګڼل کېږي.

 

د کتابونو د چاپ کلنۍ اړتیا

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، دوی سږ کال د ټول هېواد په کچه تر ۹۰ملیونه ټوکه زیاتو کتابونو ته اړتیا لري، څو په ښوونځیو کې د کتابونو د نشت ستونزه اواره شي. د پوهنې وزارت د خپرونو رئيس عبدالکبیر حقمل وایي: ((په تېرو درېیو کلونو کې د پوهنې وزارت سره د کتابونو د چاپ په برخه کې د حکومت له لوري هېڅ مرسته نه‌ده شوې او هیڅ بودجه نه‌ده ورته ځانکړې شوې.)) د نوموړي په خبره، په دې وروستیو کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې له لوري له پوهنې وزارت سره ۷۵ملیونه ډالره مرسته شوې چې په دې سره به د پوهنې وزارت ۵۰ ملیونه کتابونه چاپ او د ښوونځیو په زده‌کوونکو ووېشل شي: ((د دغو کتابونو ۱۲.۲ملیونه یې په کور دننه د خصوصي مطبعو له لوري او ۳۷.۷ ملیونه نور به یې له هېواده بهر چاپ شي.)) حقمل زياته کړه، د ۱۲.۲ملیونه ټوکه کتابونو د چاپ پر قراردادونو سربېره افغان سوداګر د هغو کتابونو د چاپ په تړونونو کې هم سیالي کولای شي چې په بهرنیو هېوادونو کې چاپیږي: ((هغه کتابونه چې په بهر کې چاپېږي، افغان کمپنۍ که د تدارکاتو په قانون برابرې وي، ګډون په کې کولای شي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA