470
۵ وری ۱۳۹۷
لیکونکی: حسيب‌الله نوري

کاروان؛ د زړونو او مینې شاعر

د کلید وېبپاڼې درنو لوستونکو دا ځل د پښتو شعر د ګلبڼ له نوميالي بلبل، د حماسي شعرونو سرلاري او د لنډو کيسو لیکوال پيرمحمد کاروان سره تمېږو. پيرمحمد، د مرحوم نورمحمد زوی دی چې د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ په نريزې کلي کې يې نړۍ ته سترګې پرانستې دي. تر دې مهاله يې د شعرونو ګڼې ټولګي لکه، له ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې کوي، د ښاپېرۍ ورغوی، زرزري وزرې، يو زرغون د نغمو سيند او خوښ چې ماشومان وي، چاپ شوې دي. دغه راز د پيرمحمد کاروان د نثرونو يو شمېر ټولګې لکه، له نرګسه تر نرګسه او غره ته روان سړی هم د چاپ په ګاڼه پسولل شوې دي. د ښاغلي کاروان د اثارو کاروان يوازې په دې څو کتابونو کې نه راغونډېږي، بلکې ډېر نور ناچاپ اثار هم لري. د نوموړي يو شمېر حماسي شعرونه ډېر مشهور شوي او د هېواد وتلو سندرغاړو ترې سندرې جوړې کړې دي. «وطنه مور يې زموږ» د ښاغلي کاروان ډېر مشهور شعر دی چې سندرغاړي جاوید امرخېل ترې ښکلې سندره جوړه کړې او ډېر مينه‌وال لري.

د هېواد له دې نوميالي شاعر، لیکوال او درانه شخصيت سره د کلید مجلې خبريال حسيب‌الله نوري ځانګړې مرکه کړې چې تاسې درانه يې لوستو ته رابولو:

کلید: تاسې شعر او نثر دواړه لیکئ، دا راته ووایاست چې په شعر او که نثر کې ډېر روحي سکون مومئ؟ د دې تر څنګ نور څه روحي سکون درکوي؟

کاروان: کله کله داسې شعر وليکم چې زړه مې اوبه ورباندې وڅښي، هغه وخت یوه خوشالي او سکون حس کوم. سکون د کورنۍ، دوستانو، او ټول وطن په خوشالۍ کې حس کوم او کله چې د افغانستان ملي لوبډلې لوبې ګټي هم ډېر خوشالېږم.

کلید: په کوم حالت کې ښه شعر لیکلئ شئ؟

کاروان: الهام یا شعر ته عاشقانه تنده، تلوسه او د زړه جوړوالی دا کله کله وي، وخت یې معلوم نه‌وي.

کلید: شعرونه مو ډېر مينه‌وال لري، تاسې يې راز په څه کې بولئ؟

کاروان: نه‌پوهیږم، خو د لوستونکو او اورېدونکو مینه ډېره ده، زما شعرونه او غزلې خوښوي.

کلید: داسې کومه هیله په زړه لرﺉ چې د پوره کېدو ارمان يې وکړئ؟

کاروان: ډېر کارونه لا نیمګړي دي، زموږ خلک متل کوي وایي، د زړه چارې په جنت کې وي. دا مې لویه هیله ده چې زما شعر د خلکو په زړونو خوږ ولګېږي. ډېرې هیلې لرم، دا مې هم ډېره لویه هیله ده چې په افغانستان کې امن وي، مینه وي، علم او پوهه وي، خلک بسیا وي، ټول بشر ته یې خیرو رسیږي او افغانستان چا ته محتاج نه‌وي. له چا سره یې دښمني هم نه‌وي.

کلید: له کومو شعرونو مو چې سندرغاړو سندرې جوړې کړې، مشوره درسره شوې او که نه؟

کاروان: هو زما ځینې شعرونه قدرمنو هنرمندانو سندرې کړې دي. دا د دوی مینه بولم. په سندره کې شعر خلک تر هسې شعر ښه خوښوي. دوی له ما سره که مشوره وکړي که یې ونه‌کړي، د دوی مینه یې بولم.

کلید: د پښتو شعر له‌پاره څومره کار کېږي او ایا یوازې مناسبتي مشاعرې کافي دي؟

کاروان: د پښتو شعر او نثر له پاره نن سبا ډېر کار کیږي. د هنر له‌پاره تر دې هم ډېر کار په کار دی. کله چې لوی هنرمندان په ټولنه کې را پیدا شي، د ټولو خلکو ذوق او معنوي شعور ورسره لوړیږي.

کلید: ایا لوبې مو خوښېږي، په ماشومتوب کې مو کومې لوبې کولې؟

کاروان: لوبې مې سختې خوښیږي، په ماشومتوب کې مې ډېرې مروجې لوبې کولې. خوسی مې لا خوښ و او ډېر په کې تکړه هم وم. دا نن سبا لوبې مې هم خوښې دي. پر کرکټ بیخي مین یم. د افغان کرکټ لوبډلې مې د مینې تر بریده خوښې دي. هیله مې ده چې د کرکټ په باره کې مضامین او شعرونه په تعلیمي نصاب کې شامل شي. افغانان کرکټ ته سخت جوړ دي، زه باور لرم چې افغانان به په نږدې راتلونکې کې د نړۍ په کرکټ کې داسې وځلیږي چې دنیا به کړي حیرانه.

کلید: که ته شاعر نه بلکه انجنیر وای په چارو کې به همدومره بریالی وای، لکه په دغه برخه کې چې یاست؟

کاروان: که زه شاعر نه وای؛ انجینر وای، نه پوهیږم چې بریالی به وم او که نه. که ښه تکړه انجنیر وای خو بریالی به وم. که نه ناکام به وم. خو خبره دا ده له هر کار او کسب سره چې لیونۍ مینه ملګرې وي، هغه کار او کسب د بري او ښکلا تر دنګې څوکې رسیږي.

کلید: موږ او تاسو په خپلو ټولنو کې خپلو مېرمنو ته خپل نوم نه اخلو، د دې علت په څه کې دی او ولې موږ هغوی په خپل نوم نه يادوو؟

کاروان: مېرمنو ته د نوم نه اخستل یا د بل چا په مخ کې د خپلې خور، مور، لور، او نورو نوم نه اخستل یوه کلتوري خبره ده. زموږ په ټولنه کې له پخوا نه دا کلتور داسې پسې غځېدلی دی. دا په دې معنا نه‌‌ده چې افغانان په تېره بیا پښتانه مهذب نه‌دي.

کلید: موږ ډېر کله د ښځو د تعليم په اړه خبرې کوو، ایا ستاسو په کورنۍ کې ښځو تعليم کړی او که نه؟

کاروان: د ښځو تعلیم د نارینه‌وو په شان ضروري او اړین دی. خو خبره دا ده چې په ځینو ځایونو کې له پخوا د نجونو مکتبونه نه‌وو. هلته د نجونو تعلیم هم نه‌وو. زما یو نظر دا هم دی چې دولت دې په هغو سیمو کې چې د نجونو مکتبونه نشته، او خلک د نجونو  له تعلیم سره یو ډول حساسیت لري باید د لیک او لوست داسې مناسب ښوونځي جوړ شي چې دیني برخه هم ولري، تر څنګ یې د لیک لوست د زده‌کړې چارې هم. په دې ډول به حساسیت ختم شي. له بده مرغه زموږ په کورنۍ کې هم هغه مهال چې زموږ په سیمه کې د نجونو مکتبونه نه‌وو، د کورنۍ غړې مو له مکتبه پاتې دي. په کور کې د قرانکریم زده‌کړې یې کړې دي. اوس چې موږ چېرته اوسیږو د نجونو د تعلیم څه ناڅه طریقه شته. ساده مکتب یې د نجونو له پاره جوړ دی. زموږ د کورنۍ ماشومې نجونې هم په کې سبق وایي.

کلید: د کورنۍ په اړه مو راته ووایاست او د واده ثمره مو څه ده؟

کاروان: الله دې یې راته صالح او صحتمند ولري، نهه اولادونه لرم، شپږ مې لوڼې دي او درې مې زامن دي.

کلید: ستاسو په اولادونو کې داسې کوم اولاد هم شته چې ستاسو لار يې تعقيب کړې وي؟

کاروان: زما مشر زوی محمدکبیر په نثر کې ډېرې ښې لیکنې کوي. کله کله داسې داستاني څه ولیکي چې ماته یې ژړا راوستې ده. کبیر د خوست شیخ زاید پوهنتون له پښتو ادبیاتو فارغ دی. نن سبا په کابل پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو په برخه کې ماسټري کوي چې دوه سمستره یې ویلې دي. دوهم زوی مې بصیر جمال کله کله ډېر خوږ شعر لیکي. خو داسې خاص پام نه ورته کوي. که تردې زیات زړه ورسره وتړي کېدای شي ډېره عجیبه او خوږه شاعري وکړي. کشر زوی مې چوپه طبع لري په یوولسم ټولګي کې دی. له کرکټ سره لېونۍ مینه لري. کلیوالي ټیم هم لري. ښه بال او ښه بېټ کوي. نوم یې احمد رُمان دی. ما فکر کاوه چې دی به لوی شاعر شي . هغه ځکه چې یو وخت ماشوم و، تر ده غټکی خور یې د بام بر سر ور سره لوبې کولې، ده د ژمي یخ وهلی مار موندلی و. مار ډېر مینیاتوري و، رنګه رنګه کرښې په کې وې، له لکۍ یې نیولی او په خوشالۍ یې خپل خور ته چیغې وهلې چې حسینې زرتار مې درته پیدا کړ. خور یې چې د ورور په لاس کې مار لیدلی و چې تاویږي له ډېرې وارخطایئ یې چیغې کړې وې: وغورځوه مار دی. ورور یې وېرېدلی و مار یې غورځولی او دی هم راغورځېدلی و. هسې مقصد مې دا دی چې په ماشومتوب کې مار لکه رنګین زرتار ورته ایسیدلی و، ما ځکه وویل چې له ماشومتوبه شاعري ورسره ده، ګورو به چې شعر یې را خوټیږي او که په زړه کې یې دا چینه پټه پاتې کېږي.

کلید: ژوند مو په افغانستان کې خوښ دی او که د نړۍ په کوم بل هېواد کې؟

کاروان: ژوند په افغانستان کې خوښوم، هسې مې د نړۍ په مختلفو ملکونو سفر خوښیږي، خو دوامدار ژوند په افغانستان کې. الله جل‌جلاله دې افغانستان داسې ښکلی کړي چې د نړۍ خلک یې هم نندارې ته راځي.

کلید: وروستۍ پوښتنه مې د ژوندکولو په اړه ده؛ د ژوند کولو له‌پاره څه شی ډېر اړين دي چې پوه شو دا ښه دی او دا بد دی او زموږ ژوند پرې ښه پرمخ لاړ شي؟

کاروان: ژوند د الله تعالی لویه پیرزوینه ده. باید د دې رحماني او الهي پیرزوینې ډېر قدر وشي. انسان له شته استعداد او امکاناتو په مینه او پوره ریاضت کار واخلي. موږ نفس او شیطان لرو که رانه غلط کارونه یا شوي او یا کېږي، باید د الله لمنه ونیسو او ځانونه جوړ کړو. نورو ته مو خیر ورسیږي. که موږ په مینه د رحمان پروردګار په قوانینو ځانونه جوړ کړو، له ژوند به مو هم خوند او کیف اخستی وي او نورو ته به مو هم خیر رسیدلی وي. زما په نظر که له موږ او تاسو سره څوک کینه او عقده ولري موږ باید پر دې وپوهیږو چې پر خپلو زړونو کار وکړو، او له خپلو زړونو کینه او کرکه وباسو. کېدای شي زموږ د مخالفو یا دوښمنو خلکو زړونه هم نرم شي. که بیا هغوی د هدایت وړ نه‌ وي موږ خو به خپل زړونه له کینې پاک او صفا کړې وي او دا د ژوند د لوبې میدان یعنې زړه به مو په رحماني خوشالیو او انساني بریو خوښ او تود ساتلی وي.

کلید: ډېره مننه کاروان صاحب.

کاروان: له تاسو او کلید مجلې هم دنیا مننه.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *