569
۵ وری ۱۳۹۷
لیکونکی: فاطمه فیضي. ژباړه: شریفه پاڅون

شپږویشت کلنه غمجنه یم!

فهیمه اوس کابو شپږویشت کلنه ده. هغه د  ژور خپګان په ناروغۍ اخته ده. هغې طلاق اخستی او اوس‌ له خپل پلار سره په کابل ښار کې ژوند کوي. فهیمه د خپل ژوندانه د لوړو او ژورو په اړه داسې وايي:

زموږ کور د دې لوی ښار په یوه څنډه کې دی. زما په نظر کابل ښار د یوازې او یکه انسانانو ښار دی. زه په دې ښار کې لویه شوې یم؛ هغه ښار چې غمونه یې له ښادیو خورا ډېر ستر او لوی دي. زموږ وړوکی او خټین کور د یوې ککړې کوڅې په پای کې واقع دی. پلار مې بوډا دی، زمانې یې لاسونه سخت بې‌مینې کړې دي. درې وروڼه لرم او د کورنۍ یوازنۍ شتمني همدا زه (فهیمه) یم. مور مې رنځېدلې او ډېره غلې او ارامه ښځه ده. اصلي تصمیم‌نیوونکی مې پلار دی. په افغان کورنیو کې د کورنۍ پلرونه پرېکړې کوي او تصمیمونه نیسي. تر پلرونو ورهاخوا بیا وروڼه د خویندو له‌پاره پرېکړه کوي. کاکاګان او ماماګان هم هر یو خپله خپله برخه او نقش لري. ان د تره او ماما زامن هم خپل نظر ورکوي، خو میندې او لوڼې لږ پوښتل کېږي، خو که څوک یې وپوښتي هم په زرو کې به چېرته یوه پوښتل شوې وي. دا مې خپله تجربه ده، کومه افسانه نه درته کوم، زه د پلا او ورور د تصمیم په نتیجه کې له کړاوه د ډک ژوند غېږې ته ورغلم او نن سبا یوه شپږویشت کلنه غمجنه ښځه یم.

پوره درویشت کلنه وم، ډېرې هیلې او امیدونه مې لرل، ځمکې ځای نه راکاوه، هر څه راته ښایسته او ښکلي ښکارېدل، په تېره بیا د کابل پوهنتون فضا راته له دنګو او اسمان‌څکو وڼو سره د نړۍ تر ټولو ښه ځای برېښیده. درسونه راته زړه‌راښکونکي وو. زړه مې له هیلو، خیالونو او ارمانونو مالامال وو. غوښتل مې چې درسونه ژر پای ته ورسېږي او چېرته کار پیل کړم. ځان ته یوه ټوټه ځمکه ولرم او په هغه کې یوه کوچنۍ باغچه جوړه کړم. څه ښایسته هیلې! دا زما شخصي او خیالي نړۍ وه، خو د دې نړۍ په بل اړخ کې بیا بله نړۍ وه چې په هغې کې بیا زما پلار، وروڼه، مور او رواجونه وو. داسې دې وشي او هغسې دې نه‌کېږي، دې ته ورته ټکي په دې نړۍ کې خورا ډېر وو. هغه څه چې له لومړۍ ورځې، یعنې له هغې ورځې چې ما ځان پېژندلی ورسره مخامخ یم. څه به مو سر خوږم، رابه شم اصلي کیسې ته. ریباران مې ډېر وو، خو ټولو ته مې پلار ځواب ورکاوه، تر دې چې د پلار له قومه مې یو ریبار راغی. هغوی ډېر شله وو. پلار مې که څه هم بیا بیا ځواب کړل خو ونشوه، په پای کې مې پلار ورته وویل، موږ هغه وخت لور درکوو چې تاسې هم خپله لور زموږ زوی ته راکړئ. پلار مې د دې کار دلیل دا ښوده چې د زوی د واده له‌پاره پیسې نه‌لري. هغه ویل چې په دې توګه مې هم زوی د کور او اور خاوند کېږي او هم به مې لور د کور او اور خاونده شي.

هر څه ډېر ژر پېښ شول. زموږ کوژده وشوه او څو میاشتې وروسته مو واده وکړ. واده مې ځکه لږ وځنډېد چې کوژدن مې په بهر کې اوسېدو. ما مې کوژدن په لویوالي کې نه‌و لیدلی، خو کله کله به مو د ټلیفون پر کرښه خبرې سره کولې، تر هغه چې راغی او واده مو وکړ. خاوند مې فقط څو ورځې راسره پاتې شو او بېرته په سفر لاړ. په کور کې زه پاتې شوم، د خاوند کورنۍ او زما یوازیتوب. زموږ په کور کې هرڅه په لومړي سر کې ښه روان وو، خو زما د ورور او وریندارې ژوند ښه نه‌تېرېده. هغوی هره ورځ په خپلو کې شخړې کولې. په همدې دلیل زما ژوند هم تریخ شو. زه اړ وم چې له کومې ګناه پرته د خپلې خسرګنۍ بد چلند وغمم. زما ګناه دا وه چې د دغې کورنۍ د زوم خور وم. زه د یوې بندۍ په شان وم چې د دوښمنانو ناکردو او کړو وړو به مې په ژوند په مستقیمه توګه اغېز کاوه. زما ژوند زما د ورور په ژوند پورې تړلی و. که به وریندارې زما له ورور څخه د څه شي غوښتنه کوله او هغه به ورته نه‌اخستل، همدا کار به له ما سره هم کېده. که ورور به مې له خپلې مېرمنې سره شخړه کوله او هغه به یې ډبوله، همدا کار به له ما سره کېده. د خواښې او کورنۍ د نورو غړو چلند ډېر ناوړه شوی وو.

د وخت په تېرېدو سره چې څومره به مې د ورور او وریندارې ستونزې ډېرېدې، زما ژوند به هم ورسره تریخ کېدلو. خسرګنۍ مې له دې کبله چې زما د ورور او وریندارې ژوند ښه نه‌وو، له ما سره په پرله‌پسې توګه بد چلند کاوه. د هغوی هرې شخړې زما کور هم د جګړې په میدان بدلاوه. دوه کاله همداسې تېر شول. ورور او ورینداره مې د یوه ماشوم خاوندان شول. ما ګمان کاوه چې د ماشوم په پیدا کېدو به د هغوی ژوند ښه شي، او د هغوی د ژوند په ښه کېدو سره به زما د ژوند رنګ هم بدل شي او د ښېګڼې په لور به رهي شي، خو داسې ونشول. جګړو او شخړو یې لاپسې زور واخست او زما ژوند لاپسې تریخ او پیکه شو.

له دې ټولو سره سره مې خاوند راسره ښه چلند کاوه. زه ورباندې ډېره ګرانه وم. له ما سره به یې وخت ناوخت ټلیفوني خبرې کولې او څو میاشتې پس زما لیدو ته هم راغی. موږ سره خوشاله وو. موږ ژوند تېراوه او د ورور کورنۍ شخړو هم دوام درلود. دغو شخړو او لانجو تر هغې دوام وکړ چې بالاخره اړ شول له یو بل څخه طلاق واخلي. زه اندېښمنه وم، خو خاوند به مې راته ویل چې موږ خپل ژوند د هغوی په خاطر نه خرابوو. دې خبرو کومه ګټه نه‌درلوده، ځکه تصمیم‌نیونه زموږ په لاس کې نه‌وه، زما د ورور مېرمن بېرته د پلار کره ستنه شوه، خو زه لا هم همالته وم. تر څه مودې وروسته هغوی زما خاوند ته وویل چې ما هم طلاقه کړي، خاوند مې نه‌منله، زه لا هم له خپلې خسرګنۍ سره اوسېدم. د هغوی چلند ډېر بد و. زما د ورور او مېرمنې ترمنځ تر طلاق وروسته شاوخوا شپږ میاشتې نوره هم د خسر کره پاتې شوم. د هغوی چلند بیخي بد شوی وو، خو ما هرڅه د خپل خاوند په خاطر زغمل، هغه په ما ګران و او زه هم په هغه ګرانه وم.

خاوند مې نور له خپلې کورنۍ سره د مقابلې وس له لاسه ورکړ او له ما یې وغوښتل چې د پلار کره لاړه شم. موږ دواړو ژړل. بله چاره مې نه‌وه. خپل سامان مې راټول کړ، خو ځینې شیان مې په دې هیله پرېښودل چې بېرته به ستنه شم، خو ستنه نشوم. زه د پلار کره لاړم، خاوند مې له خپلې کورنۍ په پټه هڅه کوله چې کاغذونه راته جوړ کړي، څو ما هم بهر ته ور وغواړي. یوازنۍ هیله مې دا وه چې خپل خاوند ته ورسېږم او له دې کړاوونو څخه خلاصه شم. زما کارونو دوام درلود، خو خسرګنۍ مې مېړه اړ کړ چې طلاقه مې کړي. هغوی ویل، دا شرم دی چې هغوی زموږ لور طلاقه کړې او ته د هغوی لور خارج ته درغواړې. ډېرې سختې ورځې وې. خاوند مې خپله ټوله هڅه وکړه، خو ځای یې ونه نیو. کورنۍ یې ورته ویل که خبره ونه‌مني بالاخره عاق به یې کړي. بالاخره طلاق شوم. اوس موږ دواړه؛ طلاقې شوې وریندارګانې د خپلو پلرونو کره اوسېږو او ټولې هیلې مو له خاورو سره خاورې شوې دي. زه او خاوند مې د نورو له‌پاره قرباني شوو. د یوه بد دود قرباني. که چېرې دغه بد دودونه نه‌وای ښايي موږ ښه ژوند لرلئ او خوشاله وای.

نور مې په ژوند کې هغه د پیغلتوب شور او جذبه نشته دی. په ورځو ورځو په کوټه کې بندۍ وم، د ځان او برخلیک په اړه مې فکر کوم. په یوازې ځان ژاړم او دا بد دستور ښکنځم چې زما ژوند یې را تباه کړ. مور مې لا هم کراره او ارامه ښځه ده. پلار مې لا هم تصمیم نیسي، خو زه، زما ورور، خاوند او د خاوند خور مې ژوبل او زخمیان یو. زما د ورور ماشوم زموږ کره دی، د مور زړه به یې د ژوند تر پایه د ماشوم په هوا والوزي. زه اوس په ژور خپګان اخته یم، فقط ژاړم، داسې ګمان کوم چې دا ناهیلي به مې له پښو ورغوځوي… او بالاخره…

لنډه کیسه/ فاطمه فیضي. ژباړه: شریفه پاڅون

کتاب: د ښځې‌توب معجزه
خپروونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکزACKU
شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *