ads

رويا سادات ته د زړورې ښځې نړيواله جايزه ورکړل شوه

مشهورې افغان فلم جوړوونكې رويا سادات د زړورې ښځې نړيواله جايزه ترلاسه کړه.

نویسنده: mayar
4 وری 1397
رويا سادات ته د زړورې ښځې نړيواله جايزه ورکړل شوه

مشهورې افغان فلم جوړوونكې رويا سادات د زړورې ښځې نړيواله جايزه ترلاسه کړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۱۸ کال نړيوالې کلنۍ جايزې هغو لسو زړورو ښځو ته ورکړې، چې په ډېرو سختو شرايطو کې يې د ښځو او بشري حقونو، سولې، ټولنيز عدالت او يو شمېر نورو برخو كې ځانګړي فعاليتونه ترسره كړي دي.

په دغو لسو ښځو كې له افغانستانه رويا سادات شامله وه.

نوموړې دا جايزه د ټولو افغان ښځو ګډه لاسته راوړنه ګڼي.

مېرمن سادات د افغان ښځو د ژوند په اړه فلمونه جوړوي او غواړي له همدې لارې د هغوى په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

دا وايي، هغه فلمونه، چې د ښځو ژوند په كې انځورېږي، د ليدونکو پر فکر او ليدلوري ژور اغېز كوي او خلک د ښځو د ژوند او د هغوى په اړه فکر کولو او بيا کتنې ته اړ باسي.

د زړورو ښځو د جايزو وركړه په ۲۰۰۷م ميلادي کال کې پيل شوې او تراوسه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ ښځو ته دغه جايزې ورکړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA