ads

ډاکټر عبدالله د عطامحمد نور ستاينه کړې

ډاکټر عبدالله عبدالله د عطامحمد نور بې کچې ستاينه کړې. د اجرايه رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له خولې ليکل شوي، چې عطا محمد نور يو پياوړی مدير و او بلخ ته يې بې ساري خدمتونه کړي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 وری 1397
ډاکټر عبدالله د عطامحمد نور ستاينه کړې

ډاکټر عبدالله عبدالله د عطامحمد نور بې کچې ستاينه کړې. د اجرايه رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له خولې ليکل شوي، چې عطا محمد نور يو پياوړی مدير و او بلخ ته يې بې ساري خدمتونه کړي دي.

دده په خبره د عطا محمد نور تر مشرۍ او مديريت لاندې بلخ بې ساری پرمختګ کړی دی او امنيت يې تر ټولو ولايتونو قوي او ښه دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې عطا محمد نور يو پياوړی شخصيت دي او په راتلونکو سياسي کارونو کې يې بريا ورته غوښتې ده. خبرپاڼې د عطا محمد نور او ارګ تر منځ د کړکېچ د سوله ييز حل هر کلی هم کړی دی.

عبدالله عبدالله ويلي چې د بلخ نوي والي ته بريا غواړي او د بلخ له اوسېدونکو يې غوښتي چې له نوي والي سره د چارو په ښه ترسره کولو کې همکاري وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA